ملګري ملتونه وایي افغانستان ۱۸ زره قابلو ته سملاسي اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق وایي، افغانستان سملاسي ۱۸ زره په کارپوه قابلو ته اړتیا لري. دغه صندوق خبرداری ورکړ، که دا اړتیا پوره نه شي د ډېرو ښځو ژوند به له ګواښ سره مخ شي. د راپورونو له مخې، افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو دی چې د میندارو مېرمنو د مړینې تر ټولو لوړ ارقام لري.