سرچينې: وزیرستان کې وسله والو له نجونو په ټیک ټاک کې د فعالیت له امله ټلیفونونه اخیستي

له سوېلي وزیرستانه سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ويلي، چې د ټي ټي پي وسله والو په مکېن کې له یو شمېر نجونو له دې امله د هغوی شخصي ټلیفونونه اخیستي چې ګنې دوی په ټیک ټاک کې ولې فعالې دي.