د خوړو نړۍوال پروګرام: د خوراکي توکو مرسته افغانستان کې د ښځو لپاره تر ټولو ډېره اړینه ده

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د خوراکي توکو مرسته اکثره د ښځو لپاره د ژوند وروستۍ کرښه ده. دغه سازمان وايي، له موږ سره دې مرسته وشي چې د دوی د ژوند ژغورنې لپاره خواړه چمتو کړو.