چاپیریال؛ په فیلیپین کې د توپان له امله دوه تنه مړه شوي دي

د فیلیپین د ناورین د خطر کمولو او مدیریت شورا د دوشنبې په ورځ ویلي، چې انټینګ توپان په دغه هېواد کې دوه تنه مړه کړي او ډېری الوتنې یې لغوه کړې دي.

د فیلیپین د ناورین د خطر کمولو او مدیریت شورا د دوشنبې په ورځ ویلي، چې انټینګ توپان په دغه هېواد کې دوه تنه مړه کړي او ډېری الوتنې یې لغوه کړې دي.
د یادې شورا په وینا؛ د سختې هوا له امله په درېیو کلیو کې ۱۴ کورنۍ زیانمنې شوې دي. همدارنګه، د توپان له امله دوه ودانۍ نړېدلې او سخت باران په سیمه کې د ځمکې ښوېیدنې لامل شوی.
د پلازمینې مانیلا چارواکو ویلي، چې توپان د سوېل لویدیځ موسمي بارانونه شدید کړي او ولسمشر فرډینند مارکوس جونیر یې اړ کړی، چې د سې شنبې لپاره د کار ځایونو او ښوونځيو د تړلو په اړه پرېکړه وکړي.
هغه ویلي: "موږ به هڅه وکړو چې سبا د کار ځایونو او ښوونځيو د تړل کېدو په اړه ژر تر ژره پرېکړه وکړو؛ ځکه خلک باید د ورځې تر پایه پوه شي چې سبا به کار ته ځي که نه."
توپان په سمندري عملیاتو هم سخت اغیز کړی دی.
راپورونه وايي، چې ۷۳۹ مسافر په مختلفو بندرونو کې بند پاتې دي.
شاوخوا ۲۲ بېړۍ، څلور کښتۍ او ۲۸۲ بار وړونکي کښتۍ د توپان له امله له ساحله د وتلو توان نه لري.


د اوکراین د شپږو وکیلانو یوې ډلې په منګولیا کې له خپلو سیالانو څخه غوښتنه کړې، چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین پر وړاندې د جنایي جرمونو د نړۍوالې محکمې د نیولو حکم دې دغه هېواد د نوموړي د سفر پر مهال پلي کړي.
د جرمونو نړۍوالې محکمې په ۲۰۲۳ کال کې د پوتین د نیولو امر صادر کړ.
په یوه لیک کې چې ای بي سي نیوز ټلویزیون ترلاسه کړی، د اوکراین د پارلمان ټولو هغو غړو چې د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د خلکو د خدمت ګوند غړیتوب لري غوښتنه کړې، چې منګولیایي چارواکو پوتین دجرمونو د نړۍوالې محکمې د حکم له مخې توقیف کړي، چې د ۲۰۲۳ کال په مارچ کې له اوکراین څخه په ناقانونه توګه روسیې ته د ماشومانو د انتقال له امله صادر شوی.
اوکراین او منګولیا دواړو د روم اساسنامه لاسلیک کړې، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې اساس جوړوي او دغې محکمې ته اجازه ورکوي، چې د نسل وژنې، د بشریت ضد جرمونو، جنګي جرمونو او د تېري جرمونو په اړه قضاوت وکړي.
د اوکراین سیاستوال د منګولیا د پارلمان غړو ته په خپل لیک کې لیکلي: "د اوکراین د ماشومانو تښتول یوازې یو له څو جرمونو څخه دی، چې پوتین او د روسیې پوځي او سیاسي مشرتابه باید د هغې په اړه عدالت ته حساب ورکړي."
په لیک کې ویل شوي: "د اوکراین د پارلمان د غړو په توګه موږ د منګولیا چارواکو څخه غوښتنه کوو، چې د جرمونو د نړۍوالې محکمې له خوا صادر شوی د پوتین د نیولو امر عملي کړي او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې ته وسپاري."
دغه لیک کې راغلي: "موږ ستاسو ملاتړ ته سترګې په لار یو".
کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف تېره اونۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي وو، چې دوی منګولیا ته د پوتین د سفر په اړه "هېڅ اندېښنه" نه لري.

فلسطیني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل؛ اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیان وژلي دي. بل خوا ډاکټرانو د دوشنبې په ورځ په غزه کې ماشومانو ته د پولیو واکسین د کمپاین دویمه ورځ ترسره کړه.
فلسطیني او د ملګرو ملتونو چارواکو ویلي، چې د کمپاین په لومړۍ ورځ (یکشنبه) د غزې په مرکزي سیمو کې تر ۸۰زرو زیات ماشومان واکسین شوي دي.
حماس او اسراییل موافقه کړې، چې په جګړه کې د لنډې مودې لپاره وقفه رامنځته شي؛ تر څو شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د واکسین کولو کمپاین پرمخ ولاړ شي.
د واکسین کولو تاسیساتو ته نږدې د جګړې د دواړو لورو له خوا د کومې سرغړونې راپور نه دی ورکړل شوی.
فلسطیني چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل، چې د غزې په ښار کې د اسراییل په دوو هوايي بریدونو کې اووه فلسطینیان وژل شوي.
بل خوا د غزې تړانګې د کډوالو د اتو تاریخي کمپونو له ډلې څخه په بوریج او نصیرات کمپونو باندې شویو دوه هوايي بریدونو شپږ تنه وژلي دي.
د اسراییل پوځ سمدستي په دې اړه څه نه دي ویلي.
د حماس او اسلامي جهاد وسله والې څانګې ویلي، چې جنګیالیو د غزې په شمال، سوېل او ځینو مرکزي سیمو کې له اسراییلي ځواکونو سره د ټانک ضد راکټونو او هاوانونو پر مټ نښتې کړې دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، د دوشنبې په ورځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې تر څو د پولیو واکسین بریالي او خوندي کمپاین ډاډمن کولو کې مرسته وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي: "یوازې په لومړۍ ورځ، د ملګرو ملتونو او د هغوی د شریکان شاوخوا ۸۷ زره ماشومانو واکسین شوي دي. ماشومانو ته د دې مهم واکسین چمتو کولو هڅې روانې دي، مګر هغه څه چې دوی ورته اړتیا لري سمدستي اوربند دی."

د رومانیا ایتلافي حکومت د دوشنبې په ورځ یوه قانون مسوده تصویب کړه، چې له مخې یې اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو دفاعي سیسټم ورکول کیږي. دا اقدام د هغو پنځو ستراتیژیکو هوايي دفاعي سیسټمونو د سپارلو برخه ده، چې د ناټو هېوادونو له کییف سره ژمنه کړې ده.
اوس باید دغه قانون د ولسي جرګې له خوا تصویب شي، څو نافذ شي.
بخارست د جون په میاشت کې اعلان وکړ، چې دوی به له خپلو دوو پیټریوټ هوایی دفاعي سیسټمونو څخه یو اوکراین ته په دې شرط ورکړي، چې متحدین یې د ورته هوایی دفاعي سیسټم سره بدل کړي.
رومانیا چې په ۲۰۰۴ کال کې له ناټو سره یوځای شوه، له اوکراین سره ۶۵۰ کیلومتره ګډه پوله لري. د دانوب سیند په اوږدو کې د اوکراین په بندرونو د مسکو له بریدونو سره، د روسیې بې پیلوټه الوتکې په مکرر ډول د هېواد خاورې ته ننوتلي دي.

د جرمني ولسمشر فرانک والتر شټاین مایر په زولینګن ښار کې د یو اسلامپاله افراطي له خوا د چاقو په برید کې د وژل شوو دریو قربانیانو کورنیو ته د درناوي مراتب وړاندې کړ او د خلکو د یووالي غوښتنه یې وکړه.
نوموړي وويل، چې د ترهګرو موخه د خلکو د اتحاد ماتول دي او ملت بايد يو موټی پاتې شي.
دغه برید یو ځل بیا په جرمني کې د کډوالو مسله د عامه بحثونو په سر کې راوستې ده.
دا برید د وږي میاشتي په ۲ مه د یو سوري ۲۶ کلن شکمن له خوا د زولنګین ښار د تاسیس د ۶۵۰مې کلیزې په مراسېمو شوی و، چې پر مهال يې درې تنه وژل شوي او ۸ نور ټپيان شوي وو.
داعش د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.
شټاین مایر د «غیر قانوني» کډوالۍ په وړاندې د حکومت له خوا د لا زیاتو جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.
هغه وویل، چې المان د پناه غوښتنې د بنسټیز حق ملاتړ کوي؛ خو که چیرې خپل وګړي په خطر کې وي نو سیسټم په اغیزمنه توګه کار نشي کولی.
د نور دراین ویسټفالن لومړي وزیر هینډریک ووست د زولنګین د پیښې د قربانیانو د درناوي په مراسمو کې دا برید یو «وحشیانه او غیر انساني عمل» وباله او د جرمني د پناه غوښتنې او کډوالۍ د پالیسیو د بیا ارزونې پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
په ورته وخت کې د زولنګین ښاروال ټیم کورزباخ د پیښې وروسته د خلکو د اتحاد غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې برید نه یوازې قربانیان بلکې ټوله ټولنه په نښه کړې.
د جرمني چارواکو د دې پېښې په تړاو د یو سوريايي وګړي د نیول کېدو خبر ورکړی، چې د یو ترهګریز سازمان د غړیتوب په لرلو تورن دی.

د جاپان په ختیځ کې د شانشان توپان له امله لږ تر لږه شپږ کسان د شنبې په ورځ مړه شوي دي. دغه توپان لویې سیمې لاندې کړي، د ځمکې ښویدنې او سیلابونو خبرداری هم ورکړل شوی دی.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د محلي رسنیو له خوا خپاره شوو انځورونو کې هغه کورونه لیدل کیږي چې چتونه یو څه ړنګ شوي او موټرې په سړکونو کې په اوبو کې ډوبې شوي دي.
د جاپان د اور وژنې او ناورین مدیریت ادارې ویلي، چې یو کس لادرکه دی او تر سلو زیات ټپیان شوي دي. د کیشیو برېښنا ادارې په وینا، د سویلي کیشیو په کاګوشیما صوبه کې ۳۵ زره کورونه برېښنا نه لری.
د شانشان توپان مرکز په ارام سمندر کې د توکیو سویل لویدیز څخه شاو خوا ۴۸۰ کیلومتره لرې ښودل شوی دی. دغه توپان د هوکایډو له شمالي سیمې د جمعې په ورځ پیل شو چې سخت بارانونه یې له ځان سره لرل.
د بادونو کچه په ثانیې کې ۲۵ متره ښودل شوې ده.
چارواکو د توپان له رارسیدو راهیسي ټول هېواد کې د سیلابونو او ځمکې ښویدنې خبرداری ورکړی او ویلې یې دي، چې هوایي او د اورګاډي خدمات او فابریکې یې بندې کړي دي.
ویل کیږي، چې طوفان به د اونۍ په پای کې کمزوری شي خو د درنو بارانونو د دوام تمه کیږي.