عباس ستانکزی: مخالفین مو وایي ځکه دومره مخکې راغلي یو چې پاکستان مو تر شا ولاړ دی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي: «زمونږ مخالفین وایي، ځکه دومره مو پرمختګ کړی چې پاکستان مو تر شا ولاړ دی.» نوموړي دغه څرګندونې د « موږ متحد یوو» په نوم ادبي او فرهنګي غونډه کې وکړې؛ خو د کوم مشخص کس نوم یې وانه خیست.