• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هېدربار: هېڅوک باید داسې ځای ته و نه استول شي چې د بشري حقونو د سرغړونو له ګواښ سره مخ وي

۱۵ وږی ۱۴۰۳ - ۵ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانکې مرستیالې هېدربار له جرمني څخه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون ویلي: «هېڅوک باید داسې ځای ته و نه استول شي چې د بشري حقونو د جدي سرغړونو له ګواښ سره مخ وي.»

نوموړې پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د جرمني دولت باید هغه کسان چې جرم یې هم کړی افغانستان ته و نه لیږي.

جرمني شپږ ورځې وړاندې د ۲۸ «مجرمو» افغانانو له اېستلو سره سم خبر ورکړ، چې دغه هېواد د هغو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې ده، چې «جرمي سابقه» لري.
جرمني رسنیو خبر ورکړی و، چې یاد شمېر افغانان د جرمني ‌له بېلابېلو سیمو په یو پرواز کې له لایپزیګ هوايي ډکر څخه کابل ته ستانه کړل شوي دي.
د راپورونو له مخې، له دغه هېواد څخه اېستل شوي ۲۸ افغانان د جنسي تیري، قتل، اور لګونو او د نشه یې توکو د قاچاق په جرمونو محکوم شوي و.
له جرمني وروسته اتریش هم اعلان وکړ، چې د «مجرمو» افغانانو د اېستلو لړۍ پیلوي.
له جرمني څخه د «مجرمو» افغانانو د اېستلو پرېکړه له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده او د بشري حقونو ملاتړي وایي، چې په افغانستان کې په جدي توګه بشري سرغړونې روانې دي او هېڅوک باید و نه استول شي.
د بښنې نړیوال سازمان هم څو ورځې وړاندې د ۲۸ «مجرمو» افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون وویل، چې په افغانستان کې بې عدالتي، اعدامونه، بې درکه کول، شکنجه او ځورونې یوه عادي خبره ده او دغه هېواد باید د افغان کډوالو له اېستلو ډډه وکړي.
که څه هم طالبانو تر اوسه له جرمني څخه د اېستل شویو افغانانو په اړه څه نه دي ویلي، خو د ځينو راپورونو له مخې بیا دغې ډلې د کابل په هوایي ډګر کې رسنیو ته هم اجازه نه ده ورکړې، څو په دې اړه له جرمني څخه اېستل شویو کسانو سره خبرې وکړي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵
نصیراحمد فایق

افغانستان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې