د روغتیا نړۍوال سازمان: د غزې په مرکز کې له لسو کلونو کم عمره ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شول

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم وایي، چې د غزې په مرکز کې د پولیو واکسین لومړی پړاو بشپړ شو. نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي، چې په دغه پړاو کې له لسو کلونو څخه کم عمره ۱۸۷زره ماشومان واکسین شوي دي.