• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت الله طالبانو ته: له اختلافونو پرهېز وکړئ ځکه اختلافونه د ماتې او ناکامۍ لامل کیږي

۱۶ وږی ۱۴۰۳ - ۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۷ وږی ۱۴۰۳ - ۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۱۲ GMT+۱

د طالبانو مشر د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو سره په کتنه کې ویلي: «له اختلافونو پرهېز وکړئ ځکه چې دا کار د ماتې او ناکامۍ لامل کیږي.»

هبت الله اخندزاده په دې کتنه کې د طالبانو ترمنځ په یووالي، اخلاص، تقوا او اطاعت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې له خپلمنځیو اختلافونو لاس واخلي.

نوموړي د دې ډلې د ملي دفاع وزارت د ۲۱۷ عمري قول اردو له مسوولینو غوښتي، چې پرمختګونو ته د رسېدو لپاره پر یووالي او ورورولۍ منګولې ولګوي.
هبت الله په دې کتنه کې له یادو مسوولینو همداراز د کلکې عقیدې او د مورالو د لوړو ساتلو غوښتنه هم کړې ده.
نوموړی د طالبانو ترمنځ د اختلافونو پر پایته رسېدو په داسې حال کې ټینګار کوي، چې دوه ورځې وړاندې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې په دې وروستيو کې له ملا هبت‌الله سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني او د دغې ډلې د دفاع وزیر ملا يعقوب مخالفتونه ډېر ژور شوي دي.
داسې هم ویل کیږي، چې دغه دواړه وزیران د ملا هبت‌الله د وروستیو کړنو په وړاندې درېدلي او په خپلو چارو کې یې لاسوهنه بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې هبت الله تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و، چې که د یادې ډلې غړي سیمه ییز تبعیض پرېنږدي، اختلافونه او بې باورۍ به د دوی د ماتې لامل شي.
ملا هبت الله په وار - وار د طالبانو د حکومت مشرانو ته ویلي، چې د نظام د ساتلو لپاره باید خپلمنځي اختلافونه پای ته ورسوي.
نوموړي دا هم ویلي وو، چې که طالب مشران له خپلو مخالفتونو لاس وانه خلي؛ نو د ده په خبره دښمن به یې ډېر ژر حکومت له منځه یوسي.
له دې سره، د تېر حکومت یو شمېر چارواکي بیا په دې باور دي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د کابل مېشتو طالبانو سیاسي، اقتصادي او نظامي ځواکمنتیاوې زیاتېږي او د کندهار رسوخ ورسره کمېږي او دې مسالې د طالبانو مشر ورخطا کړی دی.ملا هبیت په داسې حال کې د طالبانو تر منځ په یووالي او ښې حکومتولۍ ټینګار کوي، چې دا ډله د بشري حقونو پر نقض او دغه راز پر خپلمنځیو اختلافونو تورنه ده؛ خو طالبانو بیا دا تورونه تل رد کړي دي.


ډېر لیدل شوي

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا  مدرسه کې ووژل شو
۱
ځانګړی

د طالب قوماندان د پالنې پایله؛ د کونړ زلزله کې یتیم شوی ماشوم د کاپیسا مدرسه کې ووژل شو

۲
ځانګړی

مدینه: «مېړه مې د دیګ بخار په سر وویشتم، طالبانو راته وویل ګذاره وکړئ»

۳

له وطنه د جلاوطنۍ درد؛ جاوېد امیرخېل د کډوالۍ د سختو ورځو کیسه کوي

۴

ننګرهار کې د پور پر سر شخړه؛ یو ځوان د واده تر مراسمو مخکې وژل شوی

۵

د طالبانو واکمني به څومره پایښت ولري؟