د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاء الله هاشمي د جمعې په ورځ ( د وږي ۱۶مه) پر اېکس خواله رسنۍ د ندیم د وینا یوه ویډیو خپره کړې چې وایي: « په فیسبوک او ټویټر (اېکس) کې د دنیا ټول مرتدان ځای پر ځای دي، نه د عالم (ملا) عزت پیژني، نه د مجاهد عزت پیژني، نه د اسلام عزت پیژني نه د قران عزت پیژني.»
ندیم اېکس (پخوانی ټویټر) او فیسبوک ته په اشارې سره وایي: «پښتو لیکلي خو خبرې یې د کافرو وي، د مسلمان نه وي. تاسو ټویټر (اېکس) ته مخ واړوی کله درته وایي اسلام ناقص دی نعوذ بالله، د عالم علم ته ښکنځل کوي. زموږ د ټولو فقهاو دا فیصله ده چې استیضاح د عالم او استیضاح د رجال الله سړی له اسلام څخه اوباسي او کافر کوي یې.»
تمه کیږي چې وروسته له دې به هغه کسان هم مجازات شي چې د ملایانو خبرې نقد کړي یا پرې نیوکه وکړي.
مولوي ندیم د افغانستان له خلکو غوښتي چې په هر مسلک کې چې دي خپل اسلام، مشرانو او نظام ته دې متوجه شي او د خپل وطن او شریعت دفاع دې وکړي.
مولوي ندیم د محمد تونسي په نوم د یوه عالم له قوله وویل: « چې یهودو دا تصمیم نیولی چې چې مسلمانان پخپل دیني قشر بدګمانه کړي.»
هغه زیاتوي: «د هغه تښتیدلو، غربي فکر باندې روزل شوو او پردیو غیږو کې پرتو کسانو پر ټویټونو، ویناو او خبرو باور نه دی پکار.»
نوموړی وايي، له همدې سره پوه شو، چې ملا سنګین څومره «بهادر او زړور دی.»
د وزیرستاني طالبانو بل قومندان مولوي احسان الله احسان هم نوموړی «اتل» بولي او وايي، چې له سنګین سره به د وزیرستان وسلوال هم تلل او تر دوه دوه نیم سوو به وژل شوي وي.
د ملا سنګین د بریدونو ساحه
ملا سنگین په سوېل ختیځ زون په تېره خوست او پکتیکا کې د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جنګېده.
تر څو کلونو وروسته د بو برګډال په نوم دا پوځي ۲۰۱۴ کې له ګونټنامو د طالب مشرانوعبدالحق واثیق، ملا نورالله نوري، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه او ملا محمد نبي په بدل کې خوشي شول.
ملا محمد نبي عمري چې اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال دی وايي، زوی ته یې ملا سنګین ویلي و چې پلار دې پرې خوشی نه کړم، دا امریکایی به نه وپلورم او نه به یې چا ته ور کړم.
د سنګین او حقاني خپلمنځي جنجال
ملا سنګین په خوست او پکتیکا کې د افغان ځواکونو او په قبایلو کې د پاکستان پرضد له ټي ټپي سره په عملیاتو کې برخه درلوده نوموړی د دې دوه ګوني شخصیت له امله د دواړو غاړو په وسلوالو کې ډېر محبوبیت پیدا کړی و.
په همدې سبب ځینې سرچینې وايي، چې د حقاني شبکې بنسټګر په وسلوالو کې د نوموړی له ډېر نفوذ وېره درلوده او پاکستان یې هم د خپلو ځواکونو پرضد بریدونه زعملی نه شول.
د مولوي سنګین او حقانيانو ترمنځ په ۲۰۱۱کال کې د سنګین د تره زوی د مرګ پر سر اړیکې خرابې شوې.
ديپلوماتیکو سرچینو د افغانستان انټرنشل خبریال عبدالحق عمري ته ویلي، چې جرمني هم د طالبانو غوښتې ته د هو ځواب ویلو سره په برلین او بن کې د افغانستان سیاسي نمایندګیو سره تماس نیولی دی.
د جرمني بهرنیو چارو وزارت افغان ډیپلوماټاتو ته ویلي، طالبانو ترې غوښتي چې په برلین او بن کې د افغانستان د تېر جمهوري نظام سفیر او سرکونسل په کډون د دېپلوماتانو دېپلوماتیک مصونیت لغوه کړي، ځکه باید دوی په اړه تصمیم ونیسي.
طالبانو دوه میاشتې مخکې د برلین او بن په شمول یو شمیر اروپايي هېوادونو، اسټرالیا او کاناډا کې د افغانستان زیاتره سیاسي نمایندګیو کونسلي چارې بې اعتبارې اعلان کړې دي.
دغه سرچینې زیاتوي د طالبانو له دې ګام سره « دوی غوښتل له طالبانو سره تعمل وکړي خو طالبانو نه یوازې د کونسلي چارو کې تعمل غوښتنه کوله بلکې د بیعت لفظ یې هم کاراوه.»
د دوی په خبره، که د جرمني حکومت د طالبانو غوښتنه ومني او له دوی ديپلوماتیک مصونیت واخیستل شي نو مجبور دي چې په کوربه او یا هم نورو بهرنیو هېوادونو کې سیاسي پناه واخلي.
د جرمني په برلین او بن کې د افغانستان په سیاسیو نمایندګیو کې شاوخوا ۱۴ دیپلومات په کار بوخت دي.
افغانستان انټرنشنل ته د رسیدلو د معلوماتو له مخې، په مونیخ کې د افغانستان کونسلګرۍ له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزارت سره تعامل کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې په ناروې کې د افغانستان پر سفارت هم ورته فشارونه شته، چې دغه استازولي هم له طالبانو سره تعامل وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې د ترهګرو لهخوا د افغانستان د خاورې کارونه یوازې د پاکستان اندېښنه نه ده.
ممتاز زهرا بلوڅ وايي، پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه شواهد او لاسوندونه وړاندې کړي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د پنجشنبې په ورځ (د وږي په ۱۵مه) یوې خبرې ناستې ته وویل، چې د ملګرو ملتونو په وروستیو راپورونو کې دا په ډاګه شوې چې ترهګرې ډلې د افغانستان د ننه فعالیتونه او مرکزونه لري. مېرمن بلوڅ له طالبانو وغوښتل، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګام واخلي او دا ډاډ دې ورکړي چې دغه ډلې به نور په پاکستان کې بریدونه نه کوي. تر دې وړاندې د افغانستان د پوځ لوی درستیز ویلي و، چې تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) د پاکستان په خاوره کې ځینې سیمې په واک کې لري او له هماغو سیمو څخه خپل عملیاتونه پلان او پلي کوي. فصیحالدین فطرت ویلي، چې پاکستان په افغانستان کې د ټيټيپي د حضور په اړه هیڅ ډول شواهد دوی ته نه دي وړاندې کړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د افغانستان د لوی درستیز د خبرو په غبرګون کې وویل، چې پاکستان په ګڼ شمېر کې داسې شواهد وړاندې کړي چې ښيي ترهګرې ډلې همدا اوس په افغانستان کې پټنځایونه لري. په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، د وسلهوالو ډلو په تېره بیا د تحریک طالبان پاکستان بریدونه پر پاکستاني ځواکونو زیات شوي دي. پاکستاني چارواکو تل دا ویلي، چې طالبانو په افغانستان کې ټيټيپي وسلهوالو ته پناه ورکړې؛ خو طابانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.
«زدهکړې د افغان نجونو حقه حق دی »
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په افغانستان کې د طالبانو لهخوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز لګولو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په دې اړه د اسلام اباد دریځ روښانه دی.
هغې وویل: موږ پر دې باوري یو، چې د اسلام دین د حکمونو له مخې هر نارینه او ښځینه د زدهکړو حق لري. مېرمن بلوڅ وویل، چې د اسلام په دین کې د ښځو د زدهکړو حقونه تضمین شوي او په وینا یې چې اسلام «د برابرۍ غوښتونکی» دین دی.
هغې دا هم وویل، د اسلام له نظره هره ښځه حق لري چې له تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل:« د پاکستان اساسي قانون دغه حق مېرمنو ته ورکړی او موږ په هر ځای کې د ښځو لپاره د داسې حقونو غوښتونکي یو.»