• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا پخوانی پوځي: واشنګټن د هغو سازمانونو مالي ملاتړ کوي چې پیسې یې طالبانو ته ځي

۲۰ وږی ۱۴۰۳ - ۱۰ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۳ GMT+۱

پخوانی امریکايي پوځي شان راین وايي، واشنګټن د ځینو نادولتي موسسو مالي ملاتړ کوي چې هغوی دا پیسې د طالبانو د اکمالولو لپاره کاروي. راین افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طالبانو سره «خواخوږي» لري.

د امریکا د پوځ دغه پخوانی غړی چې کلونه یې په افغانستان کې دنده ترسره کړې، د طالبانو په وړاندې د جوبایډن ادارې پر تګلارو نیوکې کوي.

شان راین د دوشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د بایډن او هریس ادارې طالبان بښلي، خو د امریکا خلک او پوځ یې نه بښي.

هغه وویل یو شمېر امریکایي چارواکي په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزارت ځینې چارواکي له طالبانو سره «خواخوږي» لري او له دغې ډلې سره په خبرو بوخت دي.

دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي، امریکا ته په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو ډلو ګواښ جدي دی، ځکه د ده په خبره د سپټمبر د ۱۱مې د بریدونو بودجه ۵۰۰ زره ډالره وه، خو اوس طالبان هر کال یو میلیارد ډالره ترلاسه کوي.

هغه وويل چې دا مهال د امريکا استخباراتي ادارې له افغانستانه له ٩٠ سلنې کم معلومات ترلاسه کوي ځکه له هېواده بهر فعاليت کوي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د امریکا د استخباراتو نشتوالی د امریکا او د نړۍ نورو برخو ته زیان رسولی شي.
هغه زیاته کړه چې د بایډن اداره د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ۲۱ ترهګرو ډلو ګواښونه جدي نه ګڼي.

ښاغلي راین وویل د امریکا اوسنۍ اداره دا ګواښ جدي نه نیسي چې طالبان «ترهګرو ته پاسپورټونه ورکوي او دوی کولی شي د متحده ایالاتو د سوېلي پولو له لارې امریکا ته ننوځي.» دغه پخواني امریکايي پوځي چارواکي ویلي چې د بایډن د ادارې لومړیتوب له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل او دغه هېواد د رسنیو له پامه غورځول دي.

هغه وویل چې هغه څه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال وشول نه یوازې په افغانستان کې، بلکې د نړۍ او امریکایانو ته یې د جوبایډن د ادارې منفي انځور وړاندې کړ.

ښاغلي راین وویل، ډېری امریکایان غواړي چې د افغانستان د ازادۍ لپاره د طالبانو ضد مقاومتي ډلو ملاتړ وکړي او په افغانستان کې د واشنګټن د پخوانیو ملاتړو ساتنه وکړي.

شان راین وویل، که د امریکا حکومت بدل شي، له طالبانو سره به د واشنګټن چلند هم بدل شي او راتلونکی حکومت کولای شي د مقاومت له ډلو ملاتړ وکړي او له افغانستانه نورو هیوادونو ته ګواښونه جدي ونیسي.
هغه وویل، احتمال شته چې که ډونالډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته راستون شي، نو طالبان به د دوحې تړون د مادو د نه عملي کولو له امله وپوښتي او له دغې ډلې سره مالي مرستې به ودرول شي.
هغه وویل چې د استخباراتي چارواکو، ډیپلوماتانو او کانګرس غړو خبرې به د مقاومت له ډلو سره نورې هم زیاتې شي.
د هغه په وینا، که ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشریزې ټاکنې وګټي، واشنګټن به د مقاومت او طالبانو ضد ځواکونو د سره یو ځای کولو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.
ښاغلي راین وویل، که د بایډن مرستیاله کمالا هریس ټاکنې وګټي، د امریکا تګلاره به په همدې ډول دوام وکړي.

شان راین وویل چې اوس مهال د طالبانو پر وړاندې د مقاومت ډلې د مهماتو، وسلو او جنګیالیو له کموالي سره مخ دي.

هغه دا هم وویل چې هغه اوازې اوریدلې چې د مقاومت ډلې له خصوصي پوځي سازمانونو سره خبرې کوي.
راین، چې له ۲۰۰۵ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په افغانستان کې د واشنګټن د افغان ملاتړو ترڅنګ جنګېدلی، وویل چې هغه او د امریکا نور تجربه کاران له افغانستان څخه د امریکا د «خونړي» وتلو له امله په غوسه او خپه وو.
راین وویل چې د طالبانو ضد مقاومت ځواکونه د واشنګټن لپاره «د باور وړ شریکان» کیدلی شي.
هغه وویل، د طالبانو ضد ځواکونو ۲۱ کاله د امریکايي ځواکونو تر څنګ جګړه کړې، روزنه یې ترلاسه کړې او اوس د «نړۍ تر ټولو غوره» جنګیالي دي.
شان راین په یوه وړاندیز کې له طالبانو سره د مالي مرستو د بندولو او د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود ته د کانګرس د بلنې غوښتنه وکړه.

ډېر لیدل شوي

غواړئ وزن کم کړئ؟
۱
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۲

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۳

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي