• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه وایي بریتانیا له افغانستان سره ۶ میلیون پونډه مرسته وکړه

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۲:۲۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر وايي، برېتانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ۶ میلیون پونډو مرسته وکړه. دغه سازمان زیاته کړې ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې د دې صندوق له جوړېدو راهیسې برېتانیا د شاوخوا ۳۰۴ میلیونه پونډو مرسته ور سره کړې ده.

برېتانیا همداراز اعلان کړی، چې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یې په ټول افغانستان کې کابو ۴۳ زره ښوونیز توکي وېشلي دي او ۲۰۰۰ ښوونکو ته چې نیمايي یې ښځې دي، روزنه او پیسې ورکړې دي.
اوچا تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ ویلي و، چې په ژمي کې د افغانستان څه باندې ۳۰۰ زیانمنو شویو کلیو ته د رسېدګۍ لپاره ۶۰۳ میلیون ډالرو بودیجې ته بېړنۍ اړتیا لري.
یادې ادارې دغه راز زیاته کړه، چې ١٧١ ولسوالۍ په لوړ لومړيتوب او ٢٢٧ نور کلي د منځني لومړيتوب په توګه مشخصې شوې دي.
دغه سازمان وايي، چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دریو میاشتو کې د خوراکي توکو په ګډون د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ۱۰۴ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.
اوچا په یوې بیانیه کې په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان لپاره د ۲،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بشري مرستو د بودیجې له کموالي هم خبر ورکړ.
د اوچا په خبره، په افغانستان کې څه باندې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري، چې له یاد شمېر ۱۷ میلیونه کسان بیا د یاد سازمان په لومړیتوب کې دي.
دغه سازمان د وږي په ۱۸مه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره د ناروې د ۱،۸ میلیون ډالرو د مرستو خبر هم ورکړی و.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۳

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

۴

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۵

د بشري حقونو فعالان: په افغانستان کې ښځې او مذهبي لږکۍ له پراخو محدودیتونو سره مخ دي