طالبان: د کابل له بېلابېلو سیمو مو کراچۍ او لاس پلورونکي ټول کړل

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ اعلان وکړ، چې د کابل بېلابېلې سیمې یې له لاس پلورونکو او کراچیو پاکې کړې دي. په کابل کې د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، دې ادارې د ۲۶۲۶ اصنافو فعالیتونه د "سرغړونو" له امله په موقتي توګه ځنډولي دي.