• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضلي: د طالبانو په اړه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو څرګندونې «سیاسي ننداره» ده

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۳۹ GMT+۱

د پخواني جمهوري حکومت د چارو ادارې مشر د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په وروستۍ مناظره کې د دواړو نوماندانو څرګندونې د سیاسي نندارو یوه برخه ګڼلې.

فضل محمو فضلي په اېکس پاڼه کاږلي:« که د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو یو نوماند طالبانو ته د ترهګرو خطاب کوي او بل بیا د دوحې هوکړې د لغوه کېدو خبره کوي، دا ډول څرګندونې یوازې د سیاسي نندارو برخه جوړوي.»
دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته د کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ له مناظرې وروسته شوې دي.
په دغې مناظره کې د ډیموکراټانو نوماندې کمالا هرېس وویل، چې ټرمپ د افغانستان حکومت څنډې ته کړ او نېغ په نېغه یې «د طالبانو په نوم له یو ترهګریز سازمان سره خبرې پیل کړې.»
خو ټرمپ یې په ځواب کې وویل، له طالبانو سره یې ځکه مذاکره وکړه چې امریکایان یې وژل.
هغه وړاندې وویل:« د دوحې تړون زموږ له‌خوا لغوه شوی و، ځکه چې طالبانو پرې عمل نه و کړی.»
ښاغلي فضلي په دغې لیکنه کې ویلي، د دغو خبرو جدي ګڼل او یا بدرګه کول نه یوازې د واکمن افراطي نظام په وضعیت کې مثبت بدلون نه راولي؛ بلکې د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار ته لاره هواروي.
هغه زیاته کړې:« اوسنۍ حاکمه نيابتي ډله د افغانانو په اوږو بار ده او فشار يې افغانان احساسوي نه بهرنيان.»
هغه بهرنیان تورن کړي، چې د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره یې د تعامل لوبه روانه کړې ده.
هغه کاږلي:« بهرنيانو له طالبانو سره د خپلو لنډمهاله ګټو لپاره د تعامل لوبه روانه کړې؛ نو تمه هم ترې نه ده په کار.»

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه
۱

د طالبانو ویاند د داعـ.ـش ډلې سره د خپل وژل شوي مشر د مذاکراتو له هڅې پرده پورته کړه

۲
روغتیا او ژوند

د ښځو نامعلومه ونډه؛ طالبان د نږدې ۵۰۰۰ روغتیايي او اداري بستونو د ګومارنې بهیر پیلوي

۳

سي‌ای‌اې: ملا عمر هغه طالب قومندان اعدام کړی و چې افغانستان کې د اسامه له حضور سره مخالف و

۴

حمدالله محب متحده عربي امارات کې د سپوږمکۍ د لېږد یو میلیارد ډالري پروژې مسوول دی

۵

احمد مسعود: د افغانستان د راتلونکي نظام د ټاکلو حق باید له خلکو سره وي