په البانیا کې د افغان مېرمنو په درې ورځنۍ ناسته کې شاوخوا ۱۳۰ مېرمنو ګډون کړی دی

دغه درې ورځنۍ ناسته چې د افغان مېرمنو تر ټولو لویه ناسته ګڼل کېږي، تېره ورځ د البانیا په پلازمینې تېرانا ښار کې پیل شوه. د دغې ناستې لپاره له ۱۳۰ زیاتې مېرمنې راټولې شوې دي، چې په کې تر ۱۲۰ ډېرې یې افغان مېرمنې دي.