• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

روغتیایي چارواکي: په خیبرپښتونخوا کې د اېم پاکس پنځمه پېښه ثبت شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۳ - ۱۲ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۵۶ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا د روغتیا صوبایي وزیر قاسم علي شاه د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې په پاکستان کې د اېم پاکس ویروس پنځمه پېښه په پېښور کې ثبت شوې ده.

هغه وویل:« پنځمه پېښه په هغه ۳۳ کلن کس کې لیدل شوې، چې د سپټمبر په اومې نېټې د اسلام اباد نړۍوال هوایي ډګر له لارې له سعودي عربستان څخه پاکستان ته راغلی و.»
هغه زیاته کړه، چې ناروغ په لوی دېر کې په خپل کور کې قرنطین شوی دی.
ښاغلي شاه همداراز ویلي، چې تر دې دمه د ټولو ۱۷ شکمنو ناروغانو له معاینې وروسته پنځه پېښې تایید شوې دي.
تر دې وړاندې د سپتمبر په لومړۍ نېټه په پاکستان کې د اېم پاکس څلورمه پېښه هم په پېښور کې ثبت شوې وه او د دغې ناروغۍ درې نورې پېښې هم د پېښور په هوایي ډګر کې تایید شوې وې.
د روغتیایي ادارو په وینا، د یکشنبې په ورځ (د سپتمبر په ۸مه نېټه) په خیبرپښتونخوا کې ټول څلور ناروغان تر رغېدو وروسته رخصت شوي دي.
تیره میاشت د روغتیا نړۍوال سازمان د اېم پاکس تر خپرېدا وروسته د عامې روغتیا بېړنی حالت اعلان کړی و.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي