• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

داعش په دایکنډي کې د هزاره ګانو په وژلو کې امریکايي وسله کارولې ده

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښیي چې داعش وسلوالو په دایکنډي کې د ۱۴ هزاره ګانو په وژلو کې له یوې امریکايي وسلې کار اخیستی دی. د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي او دفاعي ځواکونو امریکايي تجهیزات د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د جمهوریت پرځېدو سره د طالبانو لاس ته ورغلل.

د داعش خراسان څانګې د پنجشنبې په ورځ د وږي په ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې په دایکنډي کې یې ۱۵ ملکي وګړي وژلي دي.

د دغه برید قربانیان ټول نارینه دي.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې داعش د امریکايي وسلې په ګډون په بېلابېلو وسلو د دغو ولسي وګړو پر سرونو او جسدونو ډزې کوي.

یوې پوځي سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د داعش له خوا په خپره شوې ویډیو کې لیدل شوې توپانچه د«GLOCK ۱۹ in ۹ mm» چې پخوانیو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته وېشل شوې وې.

سرچينه وايي، د دغو وسلو څلور ډولونه د پخواني حکومت ځواکونو ته وېشل شوي، چې په کې «GLOCK ۱۹ in ۹ mm» په کې تر ټولو عامې وې.

د طالبانو تر واکمنۍ وروسته د افغانستان اسلامي جمهوري پوځ ړنګ شو او ټولې هغه وسلې چې امریکا ورسره مرسته کوله طالبانو ته په لاس ورغلې.

له دې سره چې امریکا له افغانستانه ووتله، په افغانستان کې یې ډېرې سپکې او درنې وسلې پرېښودې، چې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وینا ۸۵ میلیارده ډالره ارزښت لري.

طالبانو په وار وار ادعا کړې، چې د داعش خراسان څانګه په افغانستان کې نشته، خو داعش کله ناکله په افغانستان کې د خونړیو بریدونو پړه پر غاړه اخلي.

دایکنډي د جمهوري ریاست په دوره کې د افغانستان یو له امنو ولایتونو څخه وو.

د ځايي خلکو له خوا افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د وروستۍ وژنې قربانيان له کربلا څخه د راستنو شويو حاجيانو هرکلي ته ورغلي وو.

یوازې څو میاشتې وروسته له هغې چې طالبان واک ته ورسېدل، داعش ګواښ وکړ چې له بغداده تر خراسانه پورې به شیعه ګان ووژني.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲

میډل ایسټ مانیټر: افغانستان د پاکستان لپاره پر مهم سیمه‌ییز فشار بدل شوی

۳

پاکستانی دیني عالم طالبانو ته: له پاکستاني پوځ سره جګړه له «اسلام سره دښمني» ده

۴

راپور: د پاکستان او طالبانو ترمنځ اختلاف اوس د مستقیم تقابل بڼه خپلوي

۵

د فاتح په اړه پر تمثیلي ډرامې پښېماني؛طالبانو له خلکو او خپلو دري ژبو جنګیالیو بښنه وغوښته