• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرزي او اتمر په دایکنډي کې د ۱۴ افغانانو وژل وغندل

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۲۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱

د هېواد پخواني ولسمشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر په دایکنډي کې د ۱۴ افغانانو وژل او د ۶ نورو ټپي کېدل وغندل او د ملکي کسانو وژنه یې ستر وحشیانه جنایت وباله. حامد کرزي پر اېکس ویلي: «په دایکنډي کې په وحشیانه توګه پر ملکي کسانو ډزې یو ترهګریز عمل او د بشر ضد جنایت دی.»

له دې سره حنیف اتمر هم د دې پېښې په غندلو سره ویلي، چې د بې ګناه ملکي کسانو وژل چې د خپلو زیارت کوونکو خپلوانو د لیدنې او هر کلي په حال کې و، لوی زړه بوږنوونکی جنایت دی.
نوموړي هم پر اېکس لیکلي: «دا پېښه خورا ټکان‌ورکوونکې ده چې زمونږ د هېوادوالو او نړیوالې ټولنې د کرکې لامل شوې ده.»
ښاغلی اتمر دا پېښه نه بخښوونکی جنایت بولي او د نړۍوالې جنایي محکمې په ګډون د نړۍوالو بنسټونو له خوا یې د بې طرفه څېړنې او د عاملینو د محاکمې غوښتنه کوي.
د بهرنیو چارو پخوانی وزیر همداراز طالبانو ته په اشارې سره وایي، چې دا ډله باید د هېوادوالو د امنیت، حقونو او مذهبي ازادۍ د ټينګښت په برخه کې خپل مسوولیت په جدي ډول پر غاړه واخلي او ځواب‌ویونکي دې و اوسي.
دغه پېښه چې د پنجشنبې په ورځ له غرمې وروسته ځايي وخت شاوخوا يوه بجه د دایکنډي د سنګتخت او بندر ولسوالۍ په قرودل کلي کې رامنځته شوې ده، چې له امله یې ۱۴ ملکي کسان وژل شوي او ۶ نور ټپيان دي.
دغه کسان وروسته له هغه د داعش له خوا ووژل شول، چې د عراق له کربلا څخه د راغلو زیارتکوونکو د هرکلي لپاره غور ولایت ته تللي و.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دا پېښه غندلې او وايي: «د خپلو خلکو د سر او مال ساتنه د دې ډلې د حکومت مکلفیت دی.»
د یادولو ده، چې د دې پېښې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده