• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان له افغان طالبانو سره د مذکراتو په اړه د پښتونخوا د سر وزیر د څرګندونو ملاتړ وکړ

۲۳ وږی ۱۴۰۳ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند بنسټګر، عمران خان، له افغان طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور د څرګندونو ملاتړ وکړ.

عمران خان د راولپنډۍ په اډياله زندان کې رسنیو ته وويل، چې علي امین ګنډاپور ته یې ویلي چې د خداى لپاره لاړ شئ او له افغانستان سره خبرې وکړئ.

د پاکستان جیو ټلوېزیون د خبر له مخې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اډیاله زندان کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د دغه هېواد د پوليسو افسران د بغاوت په لور روان دي، پوليس په هر ځاي کې لاریونونه کوي، ځکه دوی له ٢٤ کالو راهسې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې ښکیل دي.

عمران خان د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې ویلي: «په پاکستان کې د ترهګرۍ پای ته رسول بايد لمړيتوب وي، که ترهګري کنټرول نه کړل شي، نو د هیواد په زيان به وي او اقتصاد به په ټپه ولاړ وي.»

عمران خان زیاتوي، چې تر څو چې له افغانستان سره اړيکې نه وي ښې شوې، تر هغو به پاکستان ترهګرۍ سره لاس او ګرېوان وي. هغه ادعا وکړه چې د تحریک انصاف ګوند په واکمنۍ کې تر ټولو کمې د ترهګرۍ پېښې شوې وې. هغه ویلي: «که څوک د ترهګرۍ د پای ته رسولو هڅه کوي، همکاري دې وکړي، علي امين ګنډارپور د هېواد په ګټه خبرې کوي او د هېواد خلاف نه دی.»

د يادونې وړ ده، چې د خيبر پښتونخوا سر وزیر له افغان طالبانو سره د یوې جرګې له لارې په خپله په مستقیمه توګه د خبرو اعلان کړی دی.

د خیبرپښتونخوا سر وزیر علي امين ګنډاپور ویلي، چې مرکزي حکومت دې يوه جرګه جوړه کړي او ګاونډي هېواد ته دې د خبرو اترو لپاره واستوي.

نوموړي دغه څرګندونې په پېښور کې د طالبانو قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر سره د لیدنې پرمهال کړې دي.
په دغه لیدنه کې د خېبرپښتونخوا سر وزير علي امين ګنډاپور ویلي، چې په سيمه كې د تلپاتې امن لپاره دې جدي هڅې روانې شي.
هغه وویل، چې سیمه‌ییزه سوله د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه ده.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې حکومت په دغې صوبه کې د قانوني مېشتو شویو افغانانو د ستونزو د حل په برخه کې جدي کار کوي.
د دواړو خواوو ترمنځ په دې کتنه کې پر دوه اړخیزې سوداګرۍ، د سیمې د سولې، ټیکاو او د افغانانو پر ستونزو هم خبرې وشوې.
له بل پلوه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۲۲مه) وویل، چې هېڅ صوبه له کوم هېواد سره مستقیمې خبرې نه شي کولی او دا چې په دې اړه د خیبر پښتونخوا د سر وزیر علي امین ګنډاپور څرګندونې زهرجنې دي.
علي امین ګنډاپور تېره ورځ په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو د پیلېدا خبره کړې وه.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۴

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي