• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي د ۶ ويکټو په توپير له سوېلي افريقا وګټله

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ په لومړۍ سيالي کې افغان لوبډلې د ۶ ويکټو په توپير سوېلي افريقا ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د بهترينې توپ اچونې پر مټ دغه لوبه وګټله.

د افغانستان او سوېلي افريقا د کرېکټ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه سوېلي افريقا وګټله او لومړی يې توپ وهنه غوره کړه.

سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د توپ اچونې بهترين پيل وکړ.

په دې سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو.

افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

دا لومړۍ لوبلړۍ ده، چې د سوېلي افریقا او افغانستان د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.

دغه سيالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د عربي متحده اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې تر سره کیږي.

د دې لوبلړۍ دویمه سيالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۳

د ژبې ورځې نمانځل: په هالنډ کې فرهنګیانو د پښتو ژبې پر ډیجیټلي کېدو ټینګار کړی

۴

امریکا کې د ملي ګارډ د یوې سرتېرې د وژنې په تور افغان وګړی له ۱۷ نویو تورونو سره مخ شو

۵

پاکستان: د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دې په ۴۵ ورځو کې بشپړ شي

•
•
•

نور کیسې

د روسیې سفیر متقي ته د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۱ GMT+۱
د روسیې سفیر متقي ته د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د بهرینو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.

حافظ ضیا لیکلي، چې ښاغلي دیمیتري په یاده کتنه کې له طالبانو سره اړیکې یې د خپل هېواد لپاره ارزښتناکې بللي او ویې ویل، چې د هغه هېواد په کوربتوب په ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د گډون بلنه ورکول کېږي.

په یادې کتنه کې د طالبانو د بهرینو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې گډون کړی او په مثبت نظر ورته گوري.

متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسي روسیې له طالبانو سره ښې اړیکي پاللي دي.

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته په تهران کې د روان کال د غبرګولي په ۱۹مه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۴ GMT+۱
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو هېوادونو د افغانستان د وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې
100%

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د بېلابيلو هېوادونو استازو د طالبانو له لوري د امربالمعروف د نوي قانون، پر ښځو د بنديزونو او د وسله والو ډلو پر فعالیت اندېښنې وښودې او د طالبانو دريځ يې وغانده.

د افغانستان اړوند د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي ترڅنګ، د امنيت شورا غړو هېوادونو برخه اخیستې وه.

افغانستان انټرنشنل، چې دغه غونډه تعقيب کړې، په دې خبر کې يې د ځينو هېوادونو د استازو د خبرو مهم ټکي را اخيستي.

په دې غونډه کې چین او روسيه هغه دوه هېوادونه وو، چې د خپلو نظرونو په ډېرو برخو کې يې د طالبانو پلوي کړې ده.

برېتانيا

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د برېتانيا استازې د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون وغانده او د خپل هېواد د بهرنيو چارو د وزير له قوله يې وویل: «دا د افغانستان د خلکو او ښځو لپاره يوه غمجنه ضربه ده».

د برېتانیا استازې زياته کړه، چې طالبان دې د خپلو ژمنو د پوره کولو پرته د نړۍ څخه د ښو تمه نه کوي.

چين

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چين استازي وویل، چې داعش او نورې وسله والي ډلې په افغانستان کې فعاله دي او باید د همدې «ترهګرو ډلو» پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وشي.

دغه استازي وويل، چې دا مهال په افغانستان کې داعش، القاعده او د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې فعاليت لري، چې سيمې او نړۍ ته ګواښ دی.

دغه استازي له نړۍ وغوښتل، چې د افغانستان سره په بشري برخه کې مرستې زياتي کړي.

نوموړی د طالبانو د امربالمعروف د نوي قانون د غندولو څخه ډډه وکړه او په امنيتي او اقتصادي برخه کې يې د طالبانو کړنې وستايلې.

چين له طالبانو وغوښتل، چې د ښځو اساسي حقونو ته پام وکړي؛ خو زياته یې کړه، چې د هېوادونو په نيوکو په افغانستان کې د وضعت په بدلون کې مرسته نه شي کولی.

فرانسه

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د فرانسې استازي هم د طالبانو د امربالمعروف نوی قانون د ښځو پر وړاندې د ظلم يو بل پړاو ياد کړ.

نوموړي وويل، چې طالبانو د دې قانون په پلي کولو سره ښځې له عامه ډګره ايستلي دي.

هغه په دې اړوند زياته کړه: «طالبان د نویو قوانینو په پلي کولو سره ښځې له عامه ډګره ایستلي او دا کار یې جنسیتي ځورونه ده، چې د بشریت ضد جرم دی.»

فرانسې له امنيت شورا وغوښتل، چې پر طالبانو فشار راوړي؛ تر څو د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

نوموړي وويل، چې داعش او القاعده ډلې په افغانستان کې فعاله دي، چې ټولو هېوادونو ته لوی ګواښ دی.

امريکا

په دې غونډه کې د امريکا استازي وويل، چې ملګري ملتونه بايد د افغانستان لپاره ژر ځانګړی استازی وټاکي.

طالبانو تر دې مخکې د ځانګړي استازي له ټاکلو سره مخالفت کړی و.

د امريکا استازي د طالبانو د امربالمعرف نوي قانون ته په اشارې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت کړکېچن وبللی او زياته يې کړه، چې دغه قانون د ښځو په وړاندې بنديزونه او محدويتونه زيات کړي دي.

«د طالبانو دا بندیزونه جنسي ځورونې دي.»

نوموړي وويل، چې طالبان په دې قانون سره د يوه «فاسد او استبدادي نظام» پر لور روان دي.

روسيه

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د روسيې استازي له افغانستان د لويديځو ځواکونو وتل شرم ناکه وبلل او زياته يې کړه، چې طالبانو د لویديځو هېوادونو وړاندوينې ناسمې ثابتې کړې.

په امنيت شورا کې د روسيې سفير وويل: «مسکو د سیمه ییزو اړیکو او همکاریو د ښه کولو لپاره د طالبانو له هڅو خوښ دی.»

نبنزیا زياته کړه، چې طالبان د لويديځ له مرستو پرته د افغانستان د پرمختګ لپاره خپله لار تعقيبوي.

نوموړي له لوېدیځو هېوادونو او نورو حکومتونو وغوښتل، چې له طالبانو سره په خبرو کې د فشارونو او ګواښونو پر ځای له زغم څخه کار واخلي.

نوموړي په افغانستان کې د داعش ډلې اړوند د ملګرو ملتونو د ارزونې سره موافقه وښوده.

د یادوني وړ ده، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش هم د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړې.

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو.»

د امریکا استازو جرګې د ملي امنیت سلاکار له افغانستانه د ځواکونو وتلو په اړه شاهدۍ ته بللی

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۰ GMT+۱
د امریکا استازو جرګې د ملي امنیت سلاکار له افغانستانه د ځواکونو وتلو په اړه شاهدۍ ته بللی
100%

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو د کمېټې رییس مایکل مکال د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته بیا ځلې لیک واستاوه او د ملي امنیت د سلاکار جیک سلیوان څخه یې د کمېټې پر وړاندې د شاهدي د ورکولو غوښتنه وکړه.

مکال په لیک کې روښانه کړې، چې سلیوان او د ملي امنیت شورا له افغانستان څخه د بایډن او هریس د ادارې ګډوډ وتلو پلان او اجرا کولو په اړه غیر معمولي نفوذ درلود.

مکال لیکلي، چې که چیرې سلیوان د ۲۰۲۴ کال د سپټمبر ۲۴ پورې په داوطلبانه توګه کمېټې ته حاضر نه شو، مجبور به شي چې یو فرعي حکم صادر کړي.

مکال ویلي، چې سلیوان د وینا او عمل له لارې ښودلې چې هغه د کانګرس له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوي واکونه کارولي دي او مهمې پوښتنې پاتې دي، چې یوازې هغه یې ځواب کولی شي.

ښاغلي مکال زیاته کړې: «زما تحقیقاتو موندلي چې له افغانستان څخه د وتلو په جریان کې د ملي امنیت شورا په مکرر ډول په پرېکړې کولو کې مداخله کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت پورې اړه لري.»

په ورته وخت کې د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې ډېموکراټانو په دوامداره توګه دغه څېړنې رد کړي او ټینګار کوي، چې دغه څېړنې نه شي کولای دې ته ځواب ووايي، چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د ځواکونو د وتلو په اړه د هغه تړون د بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د افغانستان د سقوط د شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

له دې سره سم په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د کانګرس له خوا ټاکل شوي ځانګړي څېړونکې په یوې خپلواکې ارزونې کې موندلي، چې د افغان ځواکونو د سقوط «تر ټولو مهم عامل» طالبانو سره د ټرمپ لاسلیک شوی تړون و.

مکال د مخه ادعا کړې وه ،چې د هغه څېړنو ښودلې چې څنګه د بایډن ادارې د امریکا خلک «غولولي او په ځینو مواردو کې یې په کلکه دروغ ویلي دي.»

دغه راپور دا هم تاییدوي، چې کمالا هریس له افغانستانه د وتلو په وروستیو پړاوونو کې له امریکايي پوځیانو سره ملګرې وه.

ښاغلي سلیون لیکلي: «د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو په وتلو کې سلیوان لاس درلود. د ادارې او منابعو پخواني مرستیال براین مک کیون شاهدي ورکړه، چې د ملي امنیت شورا د افغان وګړو د وتلو په اړه د تصمیم نیولو مشري وکړه او د کابل د طالبانو له خوا تر محاصره کېدو وروسته د حامد کرزي نړۍوال هوایي ډګر ته د متحده ایالاتو د سفارت د تړلو او لېږدولو پرېکړه یې وکړه.»

ګوتریش: د افغان ښځو له حقونو څخه وحشتناکه سرغړونې د طالبانو تر ټولو ناوړه ځانګړنه ده

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۹ GMT+۱
ګوتریش: د افغان ښځو له حقونو څخه وحشتناکه سرغړونې د طالبانو تر ټولو ناوړه ځانګړنه ده
100%

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د ښځو له حقونو څخه په جدي سرغړونو، د توکمیزو ډلو پر وړاندې تبعیض او همدارنګه نورو هېوادونو ته له افغانستان څخه د ترهګرۍ پر لېږد اندېښنه څرګنده کړه.

انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې د طالبانو د رژیم تر ټولو ناوړه ځانګړنه د ښځو په وړاندې سخت بندیزونه او ځورول بللې ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش د افغانستان انټرنشنل خبریالې مریم رحمتي ته وویل، چې دوی به د افغانستان په اړه یوه فوق العاده غونډه وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې به د "بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو له حقونو څخه د پراخو سرغړونو" په اړه خبرې وشي، کوم چې هغه "د طالبانو د رژیم تر ټولو وحشتناک اړخ" بللی.

طالبانو د ښځو د حقونو او ازادیو د محدودیت په اړه تر ۷۰ ډېر فرمانونه صادر کړي دي.

د ښځو پر ازادۍ او بنسټیزو حقونو وروستی ګوزار د امربالمعروف د نوي قانون توشېح کېدل وو.

د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې له چین او روسیې پرته ټولو هېوادونو چې د طالبانو متحدین دي، د امربالمعروف قانون غندلی دی.

ګوتریش په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "موږ په افغانستان کې د اوسني استبدادي رژیم په چوکاټ کې د توکمیزو ډلو پر وړاندې د ټولو بشري حقونو سرغړونو او تبعیض په اړه ژور اندېښمن یو."

ګوترش په افغانستان کې له ترهګرو ډلو د طالبانو د ملاتړ په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه او خبرداری یې ورکړ، چې دغه ډلې کولای شي نورو هېوادونو ته نفوذ وکړي.

د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې د روسیې په ګډون یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو تر څنګ د نورو وسله والو ډلو د فعالیتونو او پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده.

د روسیې سفیر ویلي، چې د داعش پر وړاندې د طالبانو له اقداماتو سره - سره دغه ډله توانېدلې چې په نورو هېوادونو کې هم بریدونه وکړي.

ګوتریش وویل، ملګري ملتونه د افغانستان د وضعیت د ښه کولو لپاره کار کوي؛ خو دا ځکه ستونزمنه ده چې طالبان په اوسني وضعیت کې همکارۍ ته چمتو نه دي.

د امنيت شورا په غونډه کې د چین استازی: داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالې دي

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۳۰ GMT+۱
د امنيت شورا په غونډه کې د چین استازی: داعش او نورې وسله والې ډلې په افغانستان کې فعالې دي
100%

د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې د چين استازي وویل، چې داعش او نورې وسله والي ډلې په افغانستان کې فعاله دي او باید د همدې «ترهګرو ډلو» پر وړاندې د طالبانو ملاتړ وشي. دغه استازي وويل، چې دا مهال په افغانستان کې داعش، القاعده او د ترکستان اسلامي غورځنګ ډلې فعاليت لري.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د چین استازي زياته کړه، چې په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» شتون افغانستان، سيمې او نړۍ ته ګواښ دی.

دغه چينایي استازي د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وويل، چې افغانستان د راتلونکي ژمي له امله بشري مرستو ته اړتيا لري.

نوموړي له نړۍ وغوښتل، چې له افغانستان سره بشري مرستې زياتې کړي.

هغه وويل، چې لويديځ هېوادونه باید له بشري مرستو څخه د سیاسي وسلې په توګه کار وا نه خلي.

د چين دغه استازي د افغانستان د ناسم وضعت لامل اقتصادي وضعت وباله او زياته يې کړه: «د نړۍ هېوادونه باید د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان په بیارغونه کې مرسته وکړي.»

واک ته د طالبانو په رسېدو چين له دغې ډلې سره په بېلابېلو برخو کې خپلې اړيکې ټينګي کړې او خپل تګ راتګ یې زيات کړی دی.

د چين سوداګريزو شرکتونو د افغانستان د کانونو بېلا - بېل قراردادونه تر لاسه کړي دي.

چین لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو واکمنۍ کې یې تېر دوبي خپل رسمي سفیر کابل ته واستاوه او هم یې د بېجینګ لپاره د طالبانو سفیر ومانه.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازې تر څنګ د امنیت شورا د غړو هېوادونو د استازو په ګډون نن پیل شوې ده.