• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بشري حقونو څار سازمان: د لبنان په چاودنو کې ۲۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان دي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۱۰ GMT+۱

د بشري حقونو څار سازمان وایي، په لبنان کې په زرګونه پیجرونه چاودلي چې له امله یې د دوو ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، د چاودیدونکو توکو په توګه د ورځنيو توکو کارول ملکي وګړي له جدي ګواښ سره مخ کوي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې دغه ډول کړنې د جګړې له قوانینو څخه ښکاره سرغړونې دي.
ورته مهال د لبنان د بهرنیو چارو وزیر عبدالله بوحبیب وایي، چې په لبنان کې پرلپسې بریدونه د جګړې لپاره یوه مقدمه یا سرېزه ده.
له بلې خوا د اسراییل د دفاع وزیر هم ویلي، چې د جګړې د یو نوي پړاو د پیلولو په درشل کې دي.
حزب الله هم تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې جنایتکاره دوښمن به په لبنان کې د سې شنبې ورځې د جنایت سخته بیه پرې کړي.
دغې ډلې ویلي، چې دغه جنایت یې د «جهاد» پر لاره هوډ لا څو برابره پیاوړی کړی دی.
دغې ډلې ژمنه کړې ده، چې له اسراییله به د دغې کړنې غچ هرو مرو اخلي.
په دغو چاودنو کې په لبنان کې د ایران سفیر هم ټپي شوی دی.
حزب الله ویلي، چې په دغو چاودنو کې یې شپږ غړي وژل شوي دي.
له بل پلوه په لبنان کې روغتیایي چارواکي وایي، چې په دغو چاودنو کې تر ډېره د ټپیانو سترګې او لاسونه اغېزمن شوي دي.
امریکا بیا په دغو پېښو کې خپل لاس لرل رد کړي دي.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۳

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۴

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي

۵

راپور؛ د افغانستان د شل کلنې جګړې درې ښکېل لوري لاهم پوښتي چې دا هر څه د څه لپاره وو؟