• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبرپښتونخوا والي: داسې ښکاري لکه ګنډاپور چې د افغانستان د کومې صوبې مشر وزیر وي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۷:۳۹ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، چې علي امین ګنډاپور د خیبرپښتونخوا نه؛ بلکې د افغانستان د کومې صوبې مشر وزیر ښکاري.

ښاغلي کنډي دغه څرګندونې وروسته له هغه کړې چې ښاغلي ګنډاپور تېره ورځ د طالبانو د کونسلګرۍ د وضاحت په حواله وویل، چې د طالبانو کونسلګرۍ په دې اړه وضاحت ورکړی، چې شاکر د پاکستان ملي سرود ته د موسیقۍ له امله نه دی ولاړ شوی؛ ځکه چې ملي سرود سره موسیقي ګډه وه او طالبانو هم له خپل ملي سرود څخه موسیقي لرې کړې ده.

فیصل کریم کنډي د جیونیوز رسنۍ سره په یوې مرکه کې ویلي:« په پیل کې ما د خیبرپښتونخوا مشر وزیر سره مثبتې خبرې وکړې او هغه ترې ګټه پورته کړه.»
هغه وایي، چې د اساسي قانون پر بنسټ هیچا ته اجازه نه شته چې څوک د دغه قانون خلاف کار وکړي؛ خو که څوک د صوبې د سولې او پرمختګ لپاره کار کوي، ملاتړ یې کوي.
هغه د طالبانو سره د ګنډاپور د مذاکراتو د غوښتنې په اړه ویلي:« حکومتونه له حکومتونو سره خبرې کوي. مشر وزیر وايي، چې د بل هېواد سره به خبرې وکړي، علي امين د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر نه ښکاري؛ بلکې د افغانستان د يوې صوبې وزیر ښکاري.»
د هغه په وینا، د تحریک انصاف ګوند غړي د هېواد ضد اجنډا لري او داسې کسانو ته باید د جلسو اجازه ورنکړل شي.
د خیبرپښتونخوا مشر وزیر علي امين ګنډاپور تېره اونۍ ویلي و، چې مرکزي حکومت دې يوه جرګه جوړه کړي او ګاونډي هېواد ته دې د خبرو اترو لپاره واستوي.
علي امین ګنډاپور په پېښور کې د وکیلانو په یوې ناسته کې د وینا پر مهال له افغان طالبانو سره د مستقیمو خبرو اترو د پیلېدا خبره هم کړې وه.

ډېر لیدل شوي

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته
۱
شننه

پر هبت الله د فشار راوړلو هڅه؛ په ګرده څېړۍ کې د طالبانو د ځینو مشرانو پټه ناسته

۲

د پاکوالي نړۍواله ورځ؛ افغانستان کې د خځلو مدیریت لا هم له جدي ننګونو سره مخ دی

۳

رویټرز: امریکا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر وړاندې د بندیزونو لپاره چمتووالی نیسي

۴

د طالبانو له برید څخه تر اېورسټ څوکې؛ د یوې افغانې ښځې د بقا او بریا کیسه

۵

د سولې نړۍواله ورځ؛ افغان ځوانان وایي جګړه درېدلې خو سوله نه‌شته