شهرزاد: د طالبانو حاکمیت پر ځپلو ولاړ دی نه مشروعیت لري او نه خلکو ته د ځواب ویلو جرات لري

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وايي: «د طالبانو حاکمیت پر ځپلو ولاړ دی، نه مشروعیت لري او نه د خلکو نیوکو ته د ځواب ویلو جرات لري.» شهرزاد اکبر وایي؛ طالبان د مشروعیت د نه لرلو له امله د خبریالانو، دیني عالمانو، معترضینو او هنرمندانو په غیر قانوني نیونو لاس پورې کوي.