• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، له ایران او پاکستانه ۲۸۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې دي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس وايي، د چهار شنبې په ورځ د (وږي ۲۸مه) ۲۸۹ کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې کړل شوې دي. یادې کورنۍ د دوه ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار، هرات او نیمروز ولایتونو له لارې را ستنې شوې دي.

له ایران او پاکستانه په زور د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د چهار شنبې په ورځ د (وږې ۲۸مه) ۱۸ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۲۳ د کندهار د سپین بولدک، ۹۳ د نمیروز د وریښمو پله او ۱۴۶ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
باختر اژانس د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله ویلي، یو شمېر کورنۍ یې خپلو اصلي سیمو ته لېږلي او له یو شمېر نورو اړمنو راستنو شویو کورنیو سره یې مرستې هم کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له ایران او پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستلو ته په غبرګون کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دوه ورځې وړاندې ویلي و، چې هېوادونه دې د افغان کډوالو په ستنولو کې له زغم او احتیاطه کار واخلي.

امیر خان متقي په کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او استازو سره په ناسته کې په خپلو خبرو کې وویل:« په ځانګړې توګه مو د پاکستان او د ایران له اسلامي جمهوریت څخه لکه څنګه یې چې په څلوېښتو کالو کې د میلیونونو افغانانو کوربه‌توب کړی، هیله ده پاتې وختونه هم په ښه نیت او حوصله را سره تېر کړي، مهاجرینو ته تکلیف ونه رسېږي او افغانان په خپله خوښه هېواد ته را ستانه شي.»

په دې وروستو کې له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده.
هم‌مهاله افغان کډوال شکایت کوي، چې په دغو هېوادونو کې د امنیتي ځواکونو او خلکو چلن هم ور سره سخت شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

رمضان بشردوست وايي، طالبان به هم د تېر حکومت په برخلیک اخته شي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۴۴ GMT+۱

د مخکینۍ ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې باور دی چې طالبان به د تېر جمهوري حکومت په برخلیک اخته شي. هغه افغانستان انټرنشنل ته وویل، «لکه څنګه چې جمهوریت، جمهوریت ړنګ کړ، که امارت په همدې لاره روان وي، امارت به امارت وپرځوي».

بشردوست د جمهوري حکومت او د طالبانو حکومت پر مهال د فساد په پرتله کولو سره وویل، «د جمهوریت او امارت په اقتصادي تګلاره او حکومتي جوړښت کې هیڅ توپیر نه شته.»
هغه زیاته کړه: «د امارت په دوره کې هم، ورته لنډکروزرونه، هماغه مزې چړچې، پلونه او کبابونه او ورته سل زره ډالري معاشونه دي.»
بشردوست وویل، «طالبان په هماغه وزارتونو کې کار کوي چې نیواکګرو په بن کې د کرزي، قانوني او خلیلي لپاره جوړ کړي وو.» د هغه په وینا، «امریکا وزارتونه د قوم، مذهب او تنظیمونو پر بنسټ جوړ کړي وو.»

بشردوست وویل، طالبان دولتي څوکیو ته د «غنیمت» په سترګه ګوري او دغه بهیر د افغانستان په تاریخ کې تل و او روان دی.

هغه زياته کړه چې طالبانو شرعي قانون رامنځته کړى دی، خو دغه قانون یې په بشپړ ډول پر ځان نه دى عملي کړى.
رمضان بشردوست د خپلو سختو نیوکو له امله پېژندل شوی دی. هغه یو له هغو څو افغان سیاسي شخصیتونو څخه دی چې واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته په کابل کې پاتې شوی او هلته اوسیږي.

په امنیت شورا کې افغانه پېغله: افغان مېرمنې روبوټونه نه دي چې د طالبانو په اشارې حرکت وکړي

۲۹ وږی ۱۴۰۳ - ۱۹ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۲۲ GMT+۱

د مینا په نامه یوې افغانې پېغلې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې افغان مېرمنې او نجونې نن سبا د طالبانو تر سخت ستم لاندې ژوند تېروي.

مینا په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه یو په یو وشمېرل او هغه یې د انساني حقوقو سره په بشپړ ټکر کې وبلل.

هغې وویل، طالبان دوی ته د روبوټونو په سترګه ګوري او هر څه باید د دغې ډلې په خوښه او سپارښتنه تر سره شي.
نوموړې د غونډې برخه‌والو ته په تېر حکومت کې د طالبانو پر بریدونو هم رڼا واچوله او د هغو بریدونو روښانه انځور یې وړاندې کړ، چې طالبانو به ښوونځي په نښه کول.

هغې وویل:« زه چې هغه مهال د ښوونځي زده‌کوونکې وم هره ورځ به له وېرې او ډار سره یو ځای ښوونځي ته تللم، له یاده مې نه وځي چې طالبانو زموږ پر ښوونځي برید وکړ چې له امله یې ۲۵ زده‌کوونکې ځای پر ځای ووژل شوې او په لسګونه نورې ټپیانې شوې، موږ د خپلې هرې خورلڼې د بدن غړي اندامونه ولیدل چې هرې خوا خواره واره پراته ول.»
نوموړې د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې زیاته کړه:« موږ پوهېدو چې د طالبانو دغه راز بریدونه نه لومړي دي او نه وروستي؛ خو بیا هم موږ د تعلیم لمن نه خوشې کوله، له هر برید وروسته به بیا ښوونځیو ته روانې وو، ځکه دا زموږ حق و او باید ترېنه مو ګټه اخیستې وای.»
دغې افغانې پېغلې له افغانستانه د وتلو خپله دردوونکې کیسه هم وکړه، چې څنګه او د څومره خوارۍ په ګاللو سره له هېواده ووته او خپله کورنۍ او ارمانونه یې تر شا پرېښودل.
اغلې مینا له ملګرو ملتونو وغوښتل، چې د افغان نجونو راتلونکې دې له پامه نه غورځوي او پر طالبانو دې فسار راوړي چې له خپل دریځه په شا شي او د افغان پېغلو لپاره دې د زده‌کړو او کار زمینې برابرې کړي.
نوموړې د ملګرو ملتونو په غړو هېوادونو غږ وکړ، چې نور دې د خبر پاڼو او نمایشي غونډو پر ځای عملي ګامونه واخلي او هغه هېوادونه چې لا هم له طالبانو سره د تعامل په لټه کې دي باید په دې پوه شي چې دغه ډله په خپلو ژمنو ولاړه نه ده او هغه کړنې تر سره کوي چې د نړۍ په هیڅ قانون کې ځای نه لري.
خو په ټوله کې دا یوازې مینا نه ده، چې له دغه شان دردونو او کړاونو پلو پورته کوي؛ دا هغه درد دی چې نن سبا هره افغانه پېغله او مېرمن ورځینې کړیږي.

ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی: کره شواهد لرو چې طالبان د پاکستان په بریدونو کې لاس لري

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۲:۲۱ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډې ته د پاکستان استازي ویلي، چې په افغانستان کې ترهګري د پاکستان، سیمې او نړۍ لپاره تر ټولو جدي ګواښ دی. منير اکرم وويل، پاکستان کره شواهد لري چې په پاکستان کې دننه ځينې بريدونه د طالبانو د رژيم د غړو له خوا شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې طالبان د داعش پر وړاندې په جګړه کې پاتې راغلي، په داسې حال کې چې القاعده او پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې او ساتنه یې کړې ده.

هغه وويل، "ټي ټي پي د پاکستان لپاره د اندېښنې وړ ډله ده او بايد د ټولې سيمې او نړۍ لپاره اندېښنه وي."

هغه زیاته کړې، چې دا ډله د شاوخوا ۶۰۰۰ جنګیالیو په درلودلو سره په افغانستان کې تر ټولو لویه ترهګره ډله ده.

منير اکرم دا هم وويل، چې طالبانو د پاکستان پولې ته څېرمه د ټي ټي پي غړو ته پټنځايونه ورکړي او دا ډله نږدې هره ورځ له دغو سيمو څخه په پاکستان کې پر اهدافو بريدونه کوي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازی وایي، د تحریک طالبان پاکستان په بریدونو کې سلګونه پاکستاني پوځیان او ملکیان وژل شوي دي.

هغه وویل: "موږ کره شواهد لرو، چې لږ تر لږه په پاکستان کې دننه د ټي ټي پي ځینې بریدونه د طالبانو د ډلې د غړو له خوا تمویل شوي وو."

منير اکرم زياته کړه، پاکستاني طالبان په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له خوا په پرمختللو وسلو سمبال شوي، چې ګودامونه يې افغان طالبانو ته سپارل شوي دي.

هغه د افغان طالبانو ځينې قوماندانان په ځينو سرحدي نښتو کې په لاس لرلو تورن کړل، چې له امله يې د پولې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه پاکستاني ډیپلوماټ د امنیت شورا په غونډه کې خبرداری ورکړ، چې له القاعدې سره د طالبانو د اوږدې مودې اړیکو ته په کتو سره به ډېر وخت نه وي، چې ټي ټي پي په سیمه او نړۍ کې د القاعدې د اجنټ په توګه عمل وکړي.

پاکستاني استازي وویل: "په داسې حال کې چې ځینې ملګري په د داعش د ګواښ په اړه اندیښمن دي، دوی باید په نږدې راتلونکي کې د ځواکمن ټي ټي پي له خوا د ګواښ په اړه هم اندیښمن وي."

د طالبانو پراخې بشري سرغړونې

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي هم په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړه.

هغه وویل، پاکستان هم د نورو هېوادونو په څېر په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د سرغړونو په اړه اندېښنه لري.

منير اکرم وويل، طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې خپلې لومړنۍ ژمنې او همدارنګه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه پرې کړې ده.

هغه وویل، طالبانو د دې پر ځای چې محدودیتونه کم کړي، د یو نوي قانون په تصویبولو سره دوی دوه چنده کړي، چې د ښځو غږونه او مخونه عورت بولي.

پاکستاني استازي وویل، له طالبانو سره د اړیکو عادي کېدل د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې د دغې ډلې د جدي مبارزې په شرط دي.

افغانستان د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ سيالي د ۶ ويکټو په توپير له سوېلي افريقا وګټله

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

د افغانستان او سوېلي افريقا ترمنځ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ په لومړۍ سيالي کې افغان لوبډلې د ۶ ويکټو په توپير سوېلي افريقا ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې د بهترينې توپ اچونې پر مټ دغه لوبه وګټله.

د افغانستان او سوېلي افريقا د کرېکټ د درېيو یو ورځنيو لوبلړۍ د لومړۍ سيالۍ پچه سوېلي افريقا وګټله او لومړی يې توپ وهنه غوره کړه.

سويلي افريقا په ۳۳.۳ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۶ مندې جوړې کړې.

په افغان لوبډله کې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د توپ اچونې بهترين پيل وکړ.

په دې سيالۍ کې فضل الحق فاروقي ۴، الله محمد غضنفر درې او راشد خان دوه لوبغاړي وسوځول.

فاروقي د لوبې غوره لوبغاړي وټاکل شو.

افغان ملي لوبغاړو په ۲۵ اورونو کې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

دا لومړۍ لوبلړۍ ده، چې د سوېلي افریقا او افغانستان د لوبډلو تر منځ ترسره کېږي.

دغه سيالۍ د افغانستان په کوربه‌توب د عربي متحده اماراتو په شارجه نړۍوال لوبغالي کې تر سره کیږي.

د دې لوبلړۍ دویمه سيالۍ به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي.

د روسیې سفیر متقي ته د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه

۲۸ وږی ۱۴۰۳ - ۱۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وایي، په کابل کې د روسیې سفیر د طالبانو د بهرینو چارو وزیر ته د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ په راتلونکې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.

حافظ ضیا احمد د چهارشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې لیکلي، چې کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف له ملا امیر خان متقي سره کتلي دي.

حافظ ضیا لیکلي، چې ښاغلي دیمیتري په یاده کتنه کې له طالبانو سره اړیکې یې د خپل هېواد لپاره ارزښتناکې بللي او ویې ویل، چې د هغه هېواد په کوربتوب په ټولو سیمه‌ییزو او نړۍوالو ناستو کې د افغانستان پلاوي ته د گډون بلنه ورکول کېږي.

په یادې کتنه کې د طالبانو د بهرینو چارو وزیر امیر خان متقي وویل، له پیله د روسیې په نوښت د مسکو فارمټ ناستو کې گډون کړی او په مثبت نظر ورته گوري.

متقي د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته بل فرصت وباله چې په ترڅ کې به يې د روسیې له لوړپوړو چارواکو او د سیمې هېوادونو استازو سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې اترې وشي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسي روسیې له طالبانو سره ښې اړیکي پاللي دي.

د مسکو فارمټ غونډې په ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوري دولت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې شپږ ناستې شوې دي.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته په تهران کې د روان کال د غبرګولي په ۱۹مه ترسره شوه.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.