نن افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې د یو ورځنیو سیالیو دویمه لوبه کوي

نن د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د درې یو ورځنیو سیالیو پر دوام، د خپلې دویمې لوبې لپاره د سوېلي افريقا پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته کېږي. دغه لوبه د کابل په وخت نن مازیګر ۴:۳۰ بجې په شارجه کرېکټ نړۍوال لوبغالي کې ترسره کېږي.