اوکراین د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ته ۴ - ۱ ماتې ورکړه

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د نړۍوال جام لوبو د درېیمې ډلې په درېیمه او وروستۍ لوبه کې د اوکراین پروړاندې ۱ - ۴ ماته وخوړه. د اوکراین لوبډله د دې لوبې په لومړۍ او دویمه برخه کې ښه وځلېده او له شته فرصتونو څخه یې په ښې استفادې سره لوبه وګټله.