د خبریالانو ملاتړ سازمان: د طالبانو د محاکمې په اړه د څه باندې ۲۰ هېوادونو طرحه قانوني ده

د خبریالانو د ملاتړ سازمان د ښځو کمېټې د څه باندې ۲۰ هېوادونو له خوا په نړۍواله محکمه کې د طالبانو د محاکمه کولو طرحه قانوني وبلله. دغه سازمان په یوې اعلامیه کې ویلي؛ دغه طرحه یوازینۍ لار ده، چې طالبان د ښځو پروړاندې د سیستماتیک تبعیضي چلند په اړه ځواب ویلو ته اړ کوي.