• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اسراییل وایي، د حزب الله مشر حسن نصرالله په بیروت کې وژل شوی دی

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۹:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.

د پوځ ویاند ډیویډ ابراهام اې اېف پي اژانس ته منلې، چې د حزب الله مشر د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.
حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله مشري کوله.
خو حزب الله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي و، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د برید موخه وه.

تر دې وړاندې حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي و، چې هغه خوندي دی.
یوه جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي هم رویټرز ته ویلي و، چې تهران د هغه وضعیت څاري.
له بل پلوه نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی و، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.

د اسراییل رسنۍ د خبر له مخې، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

تر دې وړاندې د اسراییل یوې رسنۍ ویلي و، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

شیګرو ایشیبا د جاپان د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۲۰:۱۷ GMT+۱

د جاپان پخوانی دفاع وزیر شیګرو ایشیبا د نوي لومړي وزیر او د لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د جمعې په ورځ ژمنه وکړه، چې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به د هېواد امنیت ټینګوي.

دغه ۶۷ کلن سیاستوال د خپل سیال سانایه تاکاییشي په مقابل کې د نهه کاندیدانو په ګډون د ګوندونو ترمنځ د نه اټکلېدونکې سیالۍ په ترڅ کې د ۲۱۵ رایو په ترلاسه کولو بریالی شو.

ټاکل شوې چې نوموړی به راتلونکې سې شنبه د پارلمان له ځانګړې غونډې وروسته د لومړي وزیر په توګه خپله دنده پیل کړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې شیګرو ایشیبا وویل: «موږ باید یو داسې ګوند ووسو، چې خپلو غړو ته اجازه ورکړي چې په ازاده او رېښتیني ډول د حقایقو په اړه خبرې وکړي، داسې ګوند چې په ټولو چارو کې عادلانه او بې طرفه وي.»

نوموړي په یوې خبري غونډه کې د روسیې او چین له خوا امنیتي ګواښونو او د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو ته په اشارې سره وویل، چې له دغو ګواښونو سره به مقابله وکړي.

دا داخلي ګوندي ټاکنې د اګست په میاشت کې د لیبرال ډیموکراټ ګوند له مشرتابه څخه د فومیو کیشیدا له استعفاء وروسته ترسره شوې.

د نړۍ تر ټولو لوی نوري ټیلسکوپ تر ۲۰۲۸ کال پورې د فعالیت لپاره چمتو کیږي

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۳۶ GMT+۱

دغه ډیر لوی ټیلسکوپ یا "اي ال ټي" به په ۲۰۲۸ کې خپل کار پیل کړي او د ساینس په برخه کې به د بشریت ترټولو غوره لاسته راوړنه وي. د دې ټیلسکوپ اصلي ایینه د ټینس د لوبو میدان څلور چنده لویه ده او د رڼا راټولولو توان یې د جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ چنده ډېر دی.

د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، دا ټیلسکوپ به تر فعالیت وروسته په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن نوري ټیلسکوپ وپیژندل شي.

د اي ال ټي پروژې مدیر د ډاویده ډیانا په وینا، دا ټیلسکوپ نه یوازې یو لوی جوړښت دی، بلکې یو خورا حساس ساینسي وسیله هم ده. هغه وویل: «موږ د انجینرۍ په اوسني حدودو د فشار راوړلو په حال کې یو.»

د دې ټیلسکوپ د څارنې گنبد ۷۴ متر (د ۲۲ پوړونو په اندازه) لوړ دی او قطر یې ۸۷ مترو ته رسیږي. د دې لوی جوړښت وزن ۶۰۰ ټُنه دی.

د دې گنبد دننه د ۳۹ متره په اصلي ایینې یو ټیلسکوپ ځای پرځای شوی چې د ټینس میدان شاوخوا څلور چنده دی.

له دې امله چې ټیلسکوپ د زلزلې کیدونکې سیمې کې موقعیت لري، د دې جوړونکو د چیلي د ځواکمنو زلزلو پر وړاندې د مقاومت لپاره د دغه ۲/۴ میلیارد دالري جوړښت کې د زلزلې په وړاندې د مقاومت له پرمختللو سیستمونو څخه کار اخیستی دی.

د دغه ټیلسکوپ ودانۍ د دغه هېواد د اتاکاما دښتې په زړه کې د بحر له سطحې څخه د ٢٥٠٠ مترو په لوړوالي او د وي ال تي ټیلسکوپ ته څېرمه موقعيت لري.

د رڼا جذبولو کې د دې ټیلسکوپ وړتیا د جیمز فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ ځله او په ځمکه کې د اوسني دوربینونو په پرتله ۱۵ ځله ډېره ده.

د اي ال ټي یو له مهمو موخو څخه دا ده چې په نږدې کهکشانونو کې د ځمکې په څېر سیارې کشف کړي.

د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې ستورو پیژندونکي مټیو کولس د ټیلسکوپ په اړه وویل: «د لومړي ځل لپاره، موږ باید وکولی شو د ځمکې په څېر سیارې د ځمکې په څیر مدارونو کې د لمر په څېر د ستورو په شاوخوا کشف کړو. دا کشف نه یوازې زموږ د فضایي نړۍ په اړه پوهه بدلولی شي، بلکې موږ ته اجازه راکړي چې په نورو سیارو کې د ژوند نښې وګورو.»

پداسې حال کې چې اي ال ټي د بشپړیدو ته نږدې دی، نور لوی د ټیلسکوپونو پروژې له لوی ننګونو سره مخ دي. لوی ماژلان ټیلسکوپ، چې په چیلي کې تمه کیږي چې اي ال ټي ته نږدې جوړ شي، لاهم د جوړولو په لومړیو مرحلو کې دی او د بودجې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.

هغه ۳۰متره ټیلسکوپ چې په هاوايي کې ځای پر ځای شوی و، هم د هاوايي وګړو له سختو اعتراضونو سره مخ شوی او ښايي ځای یې بدل شي.

د اروپا فضایي سازمان، د خپلو ۱۶ غړو هېوادونو په ملاتړ، په بریالیتوب سره د اي ال ټي جوړولو ته دوام ورکوي.

اسراییلي رسنۍ: د بیروت په سویل کې د هوايي برید هدف حسن نصرالله و

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۴ GMT+۱

د اسراییلي رسنیو د راپور له مخې، د بیروت په سویل کې د اسراییل د هوايي برید هدف د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله و. حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې هغه ژوندی دی.

د فاکس نیوز خبریال د اسراییلي سرچینو په حواله لیکلي، چې د بیروت په سویل کې د هوايي برید موخه د حسن نصرالله مرکز و.

تر اوسه د نصرالله د ټپي کېدو یا وژل کېدو په اړه کوم رسمي راپور نه دی ورکړل شوی، خو العربیه ویلي، چې دا یو ناکامه برید و.

همدا راز، د حزب الله یو چارواکي رسنیو ته ویلي، چې په دې هوايي برید کې شپږ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د اسراییل او حزب الله تر منځ د شخړه پر مهال هم په غزه کې د اسراییل عملیات دوام لري.

د لبنان د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېره یوه اونۍ کې په لبنان کې شاوخوا ۷۰۰کسان وژل شوي دي.

فلسطیني ادارې اسراییل په کراتو د فلسطینیانو په نسل وژنې تورن کړی.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه، کې د فلسطینیانو نسله وژنه رد کړه او په خپله وينا کې یې وويل: «اسرایيل په دروغو په نسل وژنې تورن دی، موږ د هغه دښمن په وړاندې له ځانه دفاع کوو چې غواړي زموږ په وړاندې نسل وژنه کوي.»

هغه زیاته کړه: «موږ سیمې ته سلګونه ټُنه خوراکي توکي راوړل او دوی دروغ وايي، چې موږ د غزې خلک لوږې ته پریښي.»

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې
100%
د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د جمعې په ورځ په ملګرو ملتونو کې وویل، چې "حماس باید له منځه یوړل شي" او پر فلسطیني اسلامي ډلې یې غږ وکړ چې په غزه کې د "جګړې پای" لپاره خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي.

ملګرو ملتونو کې د فلسطین پلاوي وویل: « چې موږ به خپله خاوره پرې نه ږدو.»

د پاکستان او عراق لومړي وزیران د خپلمنځي اړیکو پر پیاوړتیا سلا شول

۶ تله ۱۴۰۳ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۵ GMT+۱

د پاکستان لومړی وزیر او عراقی سیال یې د اسلام اباد او بغداد ترمنځ د خپلمنځي اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا سلا شول.

شهباز شریف او محمد شیعه السوداني پرون په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د ۷۹ سرمشریزې په څنډه کې سره ولیدل.

د پاکستان راډیو د راپور له مخې دواړو مشرانو پرېکړه وکړه چې د خپلمنځي اړیکو د پیاوړتیا لپاره له اوسنیو اسانتیاوو کار واخلي.

ښاغلی شریف او عراقی سیال یې پر خپلمنځي اړیکو سربېره د سیمې او نړۍ پر وضعیت هم غږېدلي او په غزه کې یې پر روان حالت اندېښنه ښودلې ده.

شهباز شریف د ایران له ولسمشر او د اروپايي ټولنې له مشرې، د بریتانیا له لومړي وزیر او د پیسو نړیوال صندوق له مشر سره هم لیدلي دي.

ټاکلې ده چې شهباز شریف نن د ملګرو ملتونو امنیت سرمشریزې ته وینا هم وکړي.

غزه کې پر یو ښوونځي چې بې ځایه شوي خلک په کې اوسېدل د اسراییل په برید کې ۱۴ کسان وژلي

۵ تله ۱۴۰۳ - ۲۶ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۹:۰۶ GMT+۱

د فلسطیني ډاکټرانو په وینا؛ د پنجشنبې په ورځ د غزې په شمال کې پر یو ښوونځي چې بې ځایه شوې کورنۍ په کې اوسېدلې د اسرايیلي الوتکو په برید کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي. د اسراییل پوځ ویلي دي، چې هغه وسله وال یې په نښه کړي چې دغه ودانۍ یې کاروله.

د غزې د روغتیا وزارت او د ملکي اضطراري خدماتو په وینا؛ د جبالیه په کمپ کې د الفلوجه په ښوونځي د اسراییلي توغندي له لګېدو وروسته یو شمېر کسان ټپیان شوي او نور لا درکه دي.

د اسراییل پوځ ویلي، د برید موخه هلته د حماس د وسله والو د قوماندې مرکز وو.

اسراییل په پرله پسې توګه حماس تورنوي چې د نظامي موخو لپاره ملکي ودانۍ کاروي، هغه څه چې حماس یې تل ردوي.

100%

سره له دې چې په غزه کې جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې، د لبنان په شمال کې د حزب الله پر وړاندې د اسراییل جګړه مخ په پراخېدو ده.

د غزې روغتيايي چارواکي وايي، چې د تېر کال د اکټوبر په اوومه د حماس جنګياليو له خوا پر اسراييلي ښارګوټو له بريد وروسته پیل شوې جګړه کې تر ۴۱ زره ۴۰۰ زيات فلسطينيان وژل شوي.

پر اسراییل د حما برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۲۵۰ نور يرغمل شوي وو.

د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي، چې د پنجشنبې په شپه په غزه کې د اسراییل د پوځ په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ تنه وژل شوي دي.

د حماس او اسلامي جهاد وسله والو ډلو ویلي، چې د دوی جنګیالیو د غزې په مرکزي سیمه کې پر اسراییلي ځواکونو د څو هاوانونو پر مټ برید کړی دی.

حماس ویلي، چې د دوی جنګیالیو هم په خان یونس کې هم د اسراییلي ځواکونو پر ضد د هاوان پر مټ بریدونه پراخ کړي دي.

100%

د سیمې اوسیدونکو ویلي، چې اسرايیلي ځواکونو د غزې په سویلي ښار رفح او د غزې د ښار په څنډه کې د زیتون په سیمو کې عملیات کړي او په دواړو سیمو کې یې ګڼ کورونه په بمونو الوځولي دي.

په دغو سیمو کې د جګړې په اړه لا اسراییل کومه تبصره نه ده کړې.