• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د مقاومت شورا د عدالت نړۍوالې محکمې ته د طالبانو د معرفي کولو د پلان هرکلی وکړ

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا د څلورو لوېدیځو هېوادونو د هغه پلان ملاتړ وکړ چې غواړي طالبان د عدالت نړۍوالې محکمې ته معرفي کړي. دغه شورا، چې پخواني جهادي مشران پکې شامل دي، محکمې ته د طالبانو معرفي کول د جنسیتي توپیر د پای ته رسولو یوه لاره بللی ده.

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شوراد شنبې په ورځ (د تلې اوومه) په یوې اعلامیه کې د څلورو هېوادونو هغه پلان، چې د طالبانو ډله د عدالت نړۍوالې محکمې ته معرفي کوي، د یادې ډلې د «تور او د بشر ضد» ماهیت د پیژندلو په لور یو ګام وباله.

دغه شورا ټینګار کړی چې که څه هم دا پلان "هغومره لوی نه دی لکه څنګه چې د افغانستان خلک یې تمه لري.» خو دا د هغو کسانو د محاکمې پیلامه کېدای شي چې په افغانستان کې یې "د بشریت ضد جنایتونه" کړي دي.

د مقاومت عالي شورا همداراز زیاته کړې: «موږ اندیښمن یو چې د طالبانو د ترهګرې ډلې په وړاندې دغه طرحه او عملي اقدامات به یو ځل بیا د هغو هېوادونو له خوا معامله شي چې یوازې خپلې ګټې لټوي او د مشخصو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې کاروي.

دغې شورا د نړۍ له ټولو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو وغوښتل چې د دغه پلان ملاتړ وکړي او هېر یې نه کړي.

د مقاومت شورا له هغو هېوادونو چې له طالبانو سره تعامل لرلی او د افغانانو د حقونو او هيلو پر ضد يې ملاتړ کړى غواړي، چې د افغانانو انساني کرامت او حقونو ته درناوى وکړي.

تر دې مخکې د جرمني، استرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه له ښځو سره د جنسیتي تبعیض جدي او سیستماتیک سرغړونې وغندلې او ګواښ یې وکړ، چې طالبان به په نړۍواله محکمه کې محاکمه کړي. وروسته له هغې، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې د نړۍ له شلو ډېرو هېوادونو د طالبانو پر ضد د څلورو هېوادونو د دغه پلان ملاتړ وکړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د امربالمعروف وزير: د اسلامی شريعت پلي کول د افغاني ټولنې غوښتنه ده

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۰۵ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف وزير په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان له عمومي مشر سره په لیدنه کې ويلي، چې «د امربالمعروف نوی قانون» د اسلامي شريعت نبوی حديثو او حنفي فقهې په چوکاټ کې جوړ شوی. خالد حنفي د محمد سعید الیاش څخه د دوه اړخیزه همکاريو هیله کړې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت د شنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې د دغه وزارت د وزير خالد حنفي او په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان عمومي مشر د لیدلو خبر ورکړی.

په اعلاميه کې راغلي، چې په ناسته کې خالد حنفي ټينګار کړی، چې «د اسلامي شريعت پلي کول د اسلامي نظام دنده او د افغاني ټولنې غوښتنه ده.»

نوموړي ويلي، چې په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اعلاميه زياتوي، چې په افغانستان کې د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان مشر د امربالمعروف نوی قانون د ټولنې د اصلاح لپاره مثبت او ارزښتمن ارزولی.

تر اوسه محمد سعيد الیاش د دې ناستې د جزياتو په اړه څه نه دي ويلي.

خو د افغانانو په ګډون لسګونه نړیوالې ادارې او د بشري حقونو بسټونه بیا په تېرو درېیو کلونو کې طالبان په پراخه توګه د بشري حقونو په نقضولو تورن کړي.

د بیلابيلو بنسټونو، هېوادونو، ادارو او فعالانو له لوري د طالبانو د امربالمعروف نوي قانون له سختو نیوکو سره مخ شوی.

د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په غونډه کې هم د بېلابيلو هېوادونو استازو د طالبانو له لوري د امربالمعروف د نوي قانون، پر ښځو د بنديزونو او د وسله والو ډلو پر فعالیت اندېښنې ښودلې او د طالبانو دريځ يې غندلی وو.

ملا هبت الله ته منسوب نوی فرمان: د دولتي ادارو چارواکي او استازي مکلف دي چې مراجعین وګوري

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۵۰ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب يو حکم خپور کړ چې په کې راغلي دي چې د دولتي ادارو مامورين مکلف دي چې له مراجعينو سره وګوري. په فرمان کې راغلي، که چارواکي له خلکو سره نه شي لیدلی، د دې کار لپاره دې استازی وټاکي.

په دغه فرمان کې د وزارتونو، سترې محکمې، ولایتي دفترونو، امنیه قوماندانانو، ولسوالیو او نورو دولتي ادارو له مسوولینو غوښتل شوي، چې د مراجعینو د اړتیا په صورت کې دې حاضر شي.

په حکم کې ټینګار شوی چې د دولتي ادارو له مسوولینو سره دې د مراجعینو د لیدو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

په همدې حال کې افغانستان انټرنشنل په وروستیو میاشتو کې ګڼې ویډیوګانې ترلاسه کړې، چې په کې خلکو د طالبانو تر واک لاندې دولتي ادارو کې د کار له سستوالي، ګڼې ګوڼې او ګډوډۍ شکایت کړی دی.

دغه راز په دولتي ادارو کې د طالبانو د کارکوونکو د ناوړه چلند او له مراجعو سره د غیر مسلکي چلند په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي دي.

اسناد: د طالبانو د برېښنا عمومي رییس د ملا هبت الله د فرمان خلاف تازه ګمارنې کړې

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۱:۰۳ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي اسناد ښيي، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رییس عبدالباري عمر، د ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان خلاف کمارنې کړې دي. د ملا هبت الله اخوندزاده په فرمان کې راغلي، چې برېښنا شرکت نشي کولی له پنځمو بستونو پورته ګمارنې وکړي.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت د مکتوبونو پر اساس د یاد شرکت رییس عبدالباري عمر په تېرو څو ورځو کې د نعمان احمدي په نوم یو کس د برېښنا شرکت د سیستم د پراخوالي مدیریت کې د ۶ بست لپاره ټاکلی دی.

100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینې وايي، نعمان احمدي له مدرسې فارغ شوی دی، خو اوس د تېر حکومت کارمند پرځای چې په دغه مدیریت کې یې د کلونو کاري سابقه درلوده په پنځم ګرېډ کې په لوړ معاش مقرر شوی دی.

په یو بل مکتوب چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړی، د طالبانو د برېښنا د عمومي رییس عبدالباري عمر په امر ،د دې شرکت د بشري منابعو د رییس په لاسلیک د ضیاالحق په نوم یو ملا چې له مدرسې فارغ دی او هېڅ تعلیمي اسناد نه لري، د پخواني حکومت د یو کارمند پر ځای ګومارل شوی، چې هغه مسلکي انجنیر و.

خو د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه ځانګړي فرمان کې له برېښنا شرکت غوښتي چې د پنځم بست نه ښکته په دغه اداره کې کسان «د امارتي شرکتونو د لوی ریاست د استازي په حضور کې د ازاد رقابت له لارې وګمارئ.»

100%

په دغه فرمان کې راغلي «له پنځم بست نه پورته بستونو کې ګمارنې د برېښنا شرکت پورې اړه نه لري او نه هم د امارتي شرکتونو لوی ریاست ته له وړاندیز پرته بره ګمارنې کولی شئ.»

د اسنادو پر بنسټ د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان شرکت رییس عبدالباري عمر نه یوازې د ملا هبت الله فرمان تر پښو لاندې کړی بلکې د دې ډلې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست حکم یې هم نه دی عملي کړی.

نوموړي له پنځمو بستونو ښکته بستونو کې هم له ازاد رقابت نه پرته او نا مسلکي کسان ګمارلي او دې یې سره په خپل سر ګمارنې کړې دي او د مدرسو ملایان یې ټاکلي دی.

100%

د افغانستان برېښنا شرکت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، ځیني مسلکي کسان چې د پخواني حکومت څخه یې په دغه اداره کې کار کاوه له دندو یې شړلي دي او دا بهیر هره ورځ ادامه لري.

ډیری کتوونکي په دې باور دي، چې د طالبانو د لومړي مشر ملا عمر په پرتله د دې ډلې د اوسني مشر ملا هبت الله ډيری فرمانونه نه عملي کیږي او یوازې د کاغذ پرمخ پاتې دي.

ملا هبت الله اخوندزاده د روان کال « د زمري ۲۷مه» عبدالباري د افغانستان برېښنا شرکت د رییس په توګه وټاکه.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر: د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ تر ټولو مهم دی

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۱۰:۲۵ GMT+۱

د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي. د دې وزارت د اعلامیې له مخې رشید مرادوف دا خبرې پرون د ملګرو ملتونو په ۷۹ ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د رشید مرادوف د وینا متن نن خپله وېبپاڼه کې خپور کړ ی دی.

ښاغلي مرادوف په خپلو خبرو کې د سیمه ییز امنیت لپاره په افغانستان کې اقتصادي پروژې پیلول او ملاتړ یې مهم بللي.

هغه په دې برخه کې ټاپي پروژې ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز تر پاکستان او هند رسوي.

رشید مرادوف وویل، چې دوه اونۍ مخکې یې افغان خاوره کې د دې نللیکې د چارو پیلېدو سره د دې پروژې نوی پړاو پیل شو.

هغه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا او نوري فایبر لېږدول او له دغه هېواده افغانستان ته پټلۍ غځول هم نورې مهمې پروژې وبللې.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

که څه هم دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی له واکمنېدو سره یې له افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شوې ده.

د افغانستان په اړه د ایران، پاکستان، چین او روسیې څلور اړخیزه ناسته په نیویارک کې جوړه شوه

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۴:۲۳ GMT+۱

د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان په اړه په نیویارک کې څلور اړخیزه ناسته کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د چېن، روسیې او پاکستان چارواکو سره په نیویارک کې جوړه شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ناستې برخه‌والو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم صادره کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، چې د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو او د هغه هېواد له واکمنو چارواکو سره د تعامل په رامنځته کولو سلا مشورې کړې دي.
اېرنا د دغې ناستې په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي او د خپرې شوې اعلامیې په اړه یې هم زیاته رڼا نه ده اچولې.

د ایران مهر خبري اژانس پرته له دې چې د غونډې د نېټې یادونه وکړي، د جمعې په ورځ لیکلي، دغه غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګي لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوې وه.

څرګنده نه ده، چې په غونډه کې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون کړی و.
که څه هم چې دغو څلورو هېوادونو لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو له دغې ډلې سره ډېر نږدې اړیکي پالي.
دغو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره په مبارزې ټینګار کړی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو له‌خوا د بشری حقونو په سرغړونو زیات نه دي تم شوي.