• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جمهوري غوښتونکو ښځو غورځنګ: افغانستان اوس‌مهال د ترهګرو لپاره په جنت بدل شوی دی

۷ تله ۱۴۰۳ - ۲۸ سپتمبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

د جمهوري غوښتونکو ښځو غورځنګ وایي، چې افغانستان اوس‌مهال د کورنیو، بهرنیو او د سیمې ترهګرو لپاره په جنت بدل شوی دی.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي، د طالبانو مشر ملاهبت الله چې خپله د خلکو په منځ کې له راڅرګندېدو وېره لري؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو په خپلو قوانینو کې د افغانستان د خلکو او په ځانکړې توګه د افغان مېرمنو لپاره یې ژوند تریخ کړی دی.
په خبرپاڼه کې دا رنګه راغلي:« طالبانو ښځې له زده‌کړو بې برخې کړې، له مېرمنو یې فکري او معنوي مالکیت اخیستی، مدني ټولنې او سیاسي حزبونه یې منحل کړي، د هېواد سرچینې یې لوټ کړې او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې عدالتۍ او د پخوانیو پوځیانو وژنه ترسره کوي.»
دغه غورځنګ ادعا کوي، چې طالبانو د کوم جرم د ترسره کولو پرته نږدې زر تنه مېرمنې بندیانې کړې دي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، چې په ټوله کې هېواد اوس‌مهال د افراطیت د پراخولو، د جنسیتي توپیر او نسل وژنې پر امن ځای بدل شوی دی.
دوی له نړۍوالو غواړي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي او له طالبانو سره دې تعامل نه کوي؛ له هغې پرته، لرې به نه وي چې ترهګري به د دوی هېوادونه هم وځپي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۳

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۴

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۵

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي