اسراییل وایي، د حزب الله مشر حسن نصرالله یې په بیروت کې وژلی

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.
د پوځ ویاند ډیویډ ابراهام اې اېف پي اژانس ته منلې، چې د حزب الله مشر د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.
حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله مشري کوله.
خو حزب الله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي و، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د برید موخه وه.
تر دې وړاندې حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي و، چې هغه خوندي دی.
یوه جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي هم رویټرز ته ویلي و، چې تهران د هغه وضعیت څاري.
له بل پلوه نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی و، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.
د اسراییل رسنۍ د خبر له مخې، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.
تر دې وړاندې د اسراییل یوې رسنۍ ویلي و، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.


د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي. د دې وزارت د اعلامیې له مخې رشید مرادوف دا خبرې پرون د ملګرو ملتونو په ۷۹ ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د رشید مرادوف د وینا متن نن خپله وېبپاڼه کې خپور کړ ی دی.
ښاغلي مرادوف په خپلو خبرو کې د سیمه ییز امنیت لپاره په افغانستان کې اقتصادي پروژې پیلول او ملاتړ یې مهم بللي.
هغه په دې برخه کې ټاپي پروژې ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز تر پاکستان او هند رسوي.
رشید مرادوف وویل، چې دوه اونۍ مخکې یې افغان خاوره کې د دې نللیکې د چارو پیلېدو سره د دې پروژې نوی پړاو پیل شو.
هغه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا او نوري فایبر لېږدول او له دغه هېواده افغانستان ته پټلۍ غځول هم نورې مهمې پروژې وبللې.
ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.
که څه هم دا هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی له واکمنېدو سره یې له افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شوې ده.

د اسراییل پوځ وایي، چې د جمعې په ورځ یې په بیروت کې د حزب الله مشر حسن نصرالله په یوه برید کې وژلی دی.
د پوځ ویاند ډیویډ ابراهام اې اېف پي اژانس ته منلې، چې د حزب الله مشر د جمعې په ورځ د لبنان په پلازمینه کې د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی.
حسن نصرالله له درېیو لسیزو راهیسې د حزب الله مشري کوله.
خو حزب الله لا په دې تړاو څه نه دي ویلي.
اکسیوس خبري اژانس د اسراییلي سرچینې په حواله ویلي و، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله د برید موخه وه.
تر دې وړاندې حزب الله ته یوې نږدې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي و، چې نصرالله ژوندی دی او د ایران تسنیم خبري اژانس هم ویلي و، چې هغه خوندي دی.
یوه جګپوړي ایراني امنیتي چارواکي هم رویټرز ته ویلي و، چې تهران د هغه وضعیت څاري.
له بل پلوه نیویارک ټایمز له پنځو اسراییلي امنیتي چارواکو له خولې راپور ورکړی و، چې د لومړنیو مالوماتو له مخې په دغه برید کې حسن نصرالله وژل شوی دی.
د اسراییل رسنۍ د خبر له مخې، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.
تر دې وړاندې د اسراییل یوې رسنۍ ویلي و، د حسن نصرالله لور زینت نصرالله د جمعې د ورځې په هغه برید کې وژل شوې، چې د لبنان په سویل د ضاحیه سیمه کې د حزب الله د سازمان پر ودانۍ تر سره شو.

د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو او د پاکستان د دفاع وزیر د ملګرو ملتونو د ۷۹مې سرمشریزې په څنډو کې د افغانستان په اړه په نیویارک کې څلور اړخیزه ناسته کړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغه ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په مشرۍ د چېن، روسیې او پاکستان چارواکو سره په نیویارک کې جوړه شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې ویل شوي، چې د ناستې برخهوالو په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې او په دې اړه یې یوه اعلامیه هم صادره کړې ده.
د ایران دولتي خبري اژانس لیکلي، چې د څلورو هېوادونو استازو په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د راوستو او د هغه هېواد له واکمنو چارواکو سره د تعامل په رامنځته کولو سلا مشورې کړې دي.
اېرنا د دغې ناستې په اړه زیات جزییات نه دي خپاره کړي او د خپرې شوې اعلامیې په اړه یې هم زیاته رڼا نه ده اچولې.
د ایران مهر خبري اژانس پرته له دې چې د غونډې د نېټې یادونه وکړي، د جمعې په ورځ لیکلي، دغه غونډه د ایران، چین او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو عباس عراقچي، وانګ يي او سرګي لاوروف او همدارنګه د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په ګډون جوړه شوې وه.
څرګنده نه ده، چې په غونډه کې ولې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر پر ځای دفاع وزیر خواجه اصف ګډون کړی و.
که څه هم چې دغو څلورو هېوادونو لا تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی؛ خو له دغې ډلې سره ډېر نږدې اړیکي پالي.
دغو هېوادونو په بېلابېلو ناستو کې په افغانستان کې د پراخ بنسټه حکومت په جوړېدو، له ترهګرۍ او نشهيي توکو سره په مبارزې ټینګار کړی؛ خو د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو لهخوا د بشری حقونو په سرغړونو زیات نه دي تم شوي.

د جاپان پخوانی دفاع وزیر شیګرو ایشیبا د نوي لومړي وزیر او د لیبرال ډیموکراټ ګوند د مشر په توګه وټاکل شو. هغه د جمعې په ورځ ژمنه وکړه، چې د بهرنیو ګواښونو پر وړاندې به د هېواد امنیت ټینګوي.
دغه ۶۷ کلن سیاستوال د خپل سیال سانایه تاکاییشي په مقابل کې د نهه کاندیدانو په ګډون د ګوندونو ترمنځ د نه اټکلېدونکې سیالۍ په ترڅ کې د ۲۱۵ رایو په ترلاسه کولو بریالی شو.
ټاکل شوې چې نوموړی به راتلونکې سې شنبه د پارلمان له ځانګړې غونډې وروسته د لومړي وزیر په توګه خپله دنده پیل کړي.
رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې شیګرو ایشیبا وویل: «موږ باید یو داسې ګوند ووسو، چې خپلو غړو ته اجازه ورکړي چې په ازاده او رېښتیني ډول د حقایقو په اړه خبرې وکړي، داسې ګوند چې په ټولو چارو کې عادلانه او بې طرفه وي.»
نوموړي په یوې خبري غونډه کې د روسیې او چین له خوا امنیتي ګواښونو او د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو ته په اشارې سره وویل، چې له دغو ګواښونو سره به مقابله وکړي.
دا داخلي ګوندي ټاکنې د اګست په میاشت کې د لیبرال ډیموکراټ ګوند له مشرتابه څخه د فومیو کیشیدا له استعفاء وروسته ترسره شوې.

دغه ډیر لوی ټیلسکوپ یا "اي ال ټي" به په ۲۰۲۸ کې خپل کار پیل کړي او د ساینس په برخه کې به د بشریت ترټولو غوره لاسته راوړنه وي. د دې ټیلسکوپ اصلي ایینه د ټینس د لوبو میدان څلور چنده لویه ده او د رڼا راټولولو توان یې د جیمز ویب فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ چنده ډېر دی.
د ای بي سي نیوز د راپور له مخې، دا ټیلسکوپ به تر فعالیت وروسته په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن نوري ټیلسکوپ وپیژندل شي.
د اي ال ټي پروژې مدیر د ډاویده ډیانا په وینا، دا ټیلسکوپ نه یوازې یو لوی جوړښت دی، بلکې یو خورا حساس ساینسي وسیله هم ده. هغه وویل: «موږ د انجینرۍ په اوسني حدودو د فشار راوړلو په حال کې یو.»
د دې ټیلسکوپ د څارنې گنبد ۷۴ متر (د ۲۲ پوړونو په اندازه) لوړ دی او قطر یې ۸۷ مترو ته رسیږي. د دې لوی جوړښت وزن ۶۰۰ ټُنه دی.
د دې گنبد دننه د ۳۹ متره په اصلي ایینې یو ټیلسکوپ ځای پرځای شوی چې د ټینس میدان شاوخوا څلور چنده دی.
له دې امله چې ټیلسکوپ د زلزلې کیدونکې سیمې کې موقعیت لري، د دې جوړونکو د چیلي د ځواکمنو زلزلو پر وړاندې د مقاومت لپاره د دغه ۲/۴ میلیارد دالري جوړښت کې د زلزلې په وړاندې د مقاومت له پرمختللو سیستمونو څخه کار اخیستی دی.
د دغه ټیلسکوپ ودانۍ د دغه هېواد د اتاکاما دښتې په زړه کې د بحر له سطحې څخه د ٢٥٠٠ مترو په لوړوالي او د وي ال تي ټیلسکوپ ته څېرمه موقعيت لري.
د رڼا جذبولو کې د دې ټیلسکوپ وړتیا د جیمز فضایي ټیلسکوپ په پرتله ۴۰ ځله او په ځمکه کې د اوسني دوربینونو په پرتله ۱۵ ځله ډېره ده.
د اي ال ټي یو له مهمو موخو څخه دا ده چې په نږدې کهکشانونو کې د ځمکې په څېر سیارې کشف کړي.
د اسټرالیا په ملي پوهنتون کې ستورو پیژندونکي مټیو کولس د ټیلسکوپ په اړه وویل: «د لومړي ځل لپاره، موږ باید وکولی شو د ځمکې په څېر سیارې د ځمکې په څیر مدارونو کې د لمر په څېر د ستورو په شاوخوا کشف کړو. دا کشف نه یوازې زموږ د فضایي نړۍ په اړه پوهه بدلولی شي، بلکې موږ ته اجازه راکړي چې په نورو سیارو کې د ژوند نښې وګورو.»
پداسې حال کې چې اي ال ټي د بشپړیدو ته نږدې دی، نور لوی د ټیلسکوپونو پروژې له لوی ننګونو سره مخ دي. لوی ماژلان ټیلسکوپ، چې په چیلي کې تمه کیږي چې اي ال ټي ته نږدې جوړ شي، لاهم د جوړولو په لومړیو مرحلو کې دی او د بودجې ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي.
هغه ۳۰متره ټیلسکوپ چې په هاوايي کې ځای پر ځای شوی و، هم د هاوايي وګړو له سختو اعتراضونو سره مخ شوی او ښايي ځای یې بدل شي.
د اروپا فضایي سازمان، د خپلو ۱۶ غړو هېوادونو په ملاتړ، په بریالیتوب سره د اي ال ټي جوړولو ته دوام ورکوي.