• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه نږدې درې نیم سوه کورنۍ هېواد ته راستنې کړای شوې دي

۱۰ تله ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۵۱ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳۴۶ کورنۍ راستنې شوې دي. دا لا نه ده څرګنده چې دغه افغان کډوالې کورنۍ په خپله خوښه او که په زور له ګانډیو هېوادونو راستنې کړل شوې دي.

باختر اژانس پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې ۱۷ کورنۍ د ننګرهار له تورخم، ۲۵ کورنۍ د کندهار له سپین بولدک، ۱۰۶ کورنۍ د نیمروز له ورېښمو پله او ۱۹۸ کورنۍ د هرات له اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
دغه اژانس لیکلي، چې له تازه راستنو شویو افغان کډوالو له ډلې څخه یې له یو شمېر اړمنو کډوالو سره مرستې شوې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوې دي.
په دې ورستیو کې ایران او پاکستان پر افغان کډوالو فشارونه زیات کړي، چې له دغو هېوادونو ووځي.
د اصفهان پولیسو د یکشنبې په ورځ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې هره ورځ په دغه ولایت کې شاوخوا ۳۰۰ افغانان نیسي او په زور یې له پولې اړوي.
د ایران حکومت په رسمي ډول ویلي، چې د روان کال تر پایه به شاوخوا دوه مېلیونه افغانان له دغه هېواده وباسي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی