منظور پښتین: علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته پولیسو نیولی

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، چې د دغه غورځنګ د مشرتابه غړی علي وزیر له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بیا پاکستاني پولیسو نیولی دی. هغه وايي، پولیسو علي وزیر د پنجاب د سر وزیرې مریم نواز په امر نیولی دی.