• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده: امیرخان متقي د مسکو ناستې اصلي مېلمه دی

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د مسکو فرمټ شپږمه ناسته کې چې د اکتوبر پر څلورمه نېټه ترسره کیږي، د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ته د «اصلي مېلمه» په توګه بلنه ور کړل شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د چهارشنبې په ورځ په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې د مسکو فرمټ ناسته د اکتوبر پر څلورمه په پلازمېنه مسکو کې [د هېوادونو] د ځانګړو استازو په ګډون ترسره کیږي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم دې ناستې ته بلل شوی.
زاخارووا په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې ناسته کې د ګډون لپاره هند، ایران، قزاقستان، چین، کرغیزستان، پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان، ازبکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته هم بلنه ورکړل شوې ده. د زاخارووا په وینا، امیرخان متقي د ناستې اصلي مېلمه دی چې د یوه پلاوي په مشرۍ به مسکو ته لاړ شي.
د انټرفاکس خبري اژانس د رپوټ له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به ددې ناستې ګډونوالو ته هرکلی وايي.
زاخارووا وايي، په دې ناسته کې به په افغانستان کې د ملي پخلاینې او د سیمې هېوادونو او کابل ترمنځ د عملي همکاریو پر موضوعاتو تمرکز وشي.
ددې ناستې په پای کې ټاکل شوې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره پر دوه اړخیزو همکاریو او نورو کلیدي مسایلو ناسته وکړي.

ډېر لیدل شوي

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري
۱

لووي انسټیټیوټ: د طالبانو مخالفې ډلې پراخې طرحې لري خو د راتلونکي لپاره باوري پلان نه‌لري

۲
شننه

د القاعدې د سکوت ماتېدل؛ تهران څه غواړي او کابل څه امتیاز ورکولی شي؟

۳

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د سپټمبر ۲۳مه؛ پښتانه د خپل کلتوري هویت د پیاوړتیا ورځ نمانځي