• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د روان کال د پولیو ۲۶‌مه پېښه هم ثبت شوه

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۷:۲۲ GMT+۱

په پاکستان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره په دغه هېواد کې په روان کال کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۶ ته لوړ شو.

د پولیو دغه تازه پېښې د کراچۍ له ختیځ او سجاول څخه راپور شوې دي.
د راپورونو له مخې، د کراچۍ په ختیځه برخه کې یوه اوه کلنه ماشومه په پولیو ناروغۍ اخته شوې او په سجاول ولسوالۍ کې یو ۱۲ میاشتنی ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شوی دی.د پولیو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر سلاکارې عایشه رضا فاروق وویل:« دا زړه بوږنوونکې خبره ده، چې پاکستاني ماشومان اوس هم د یوې داسې ناروغۍ له ګواښ سره مخامخ دي چې په اسانۍ سره د پولیو واکسین په مرسته یې مخه نیول کېدای شي.»سږ کال په پاکستان کې د پولیو ۲۶ قضیې راپور شوې، چې له ډلې یې ۱۵ په بلوچستان، اووه یې په سند، دوه یې په خیبر پښتونخوا او یوه یوه پېښه پنجاب او اسلام اباد کې ثبتې شوې دي.



تر دې وړاندې د پاکستان د پوليو د له منځه وړلو پروګرام په روانه مياشت کې د دغه هېواد په ۱۱۵ ولسوالیو کې د پوليو ضد کمپاين پیل کړی و، چې په ترڅ کې يې ۳۳ مېليونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو واکسين وڅڅول شول.
خو دغه پروګرام په ځینو نا امنو سیمو کې د پام وړ ننګونو سره هم مخامخ دی.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۵

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي