• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتون قومي جرګه؛ پاکستاني پولیسو د پښتون قومي جرګې خیمې او نور وسایل وسوځول

۱۱ تله ۱۴۰۳ - ۲ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۴:۴۰ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ له خوا د جوړېدونکې قامي جرګې/عدالت پر تنظیموونکو هوايي ډزې کړې او ټول هغه توکي، خیمې او بسترې یې سوځولې، چې د دې جرګې لپاره په خیبر ولسوالۍ کې د جرګې د جوړېدو ځای ته لېږدول شوي وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین د دې پېښې په غبرګون کې پر خپل اېکس لیکلي، چې « د پښتون وطن لپاره اوس مستقیمه د اور اچونې پالیسي ده».
د خیبر پښتونخوا پولیسو تېره شپه هم د دې جرګې د جوړېدو پرځای برید کړی و.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، چې د خیبر پښتونخوا پولیسو د جرګې په ځای کې یو شمېر وسایل له منځه وړي او ځینې یې له ځانونو سره وړي دي.
د خیبر ولسوالۍ یوه سیاسي فعال خان ولي افریدي ددې سیمې پر ولسونو او خپلو پلویانو غږ کړی، چې بریدګر پولیس محاصره کړي.

هغه وايي: «له قومي مشرانو سره له سلامشورو وروسته به په جمرود او باړه سیمو کې د پرلتونو غږ وکړو».
د خیبر پښتونخوا د ایالتي اسامبلې غړي احمد کنډي په یوه اعلامیه کې د پولیسو دغه ګام د بشري حقونو او ازادیو خلاف ګڼلی او د دغه ایالت له اسامبلې یې غوښتي چې دا موضوع په خپله اجنډا کې ونیسي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پتېیلې چې د اکتوبر پر ۱۱مه نېټه په خیبر ولسوالۍ کې د پښتنو قومي جرګه یا عدالت را وغواړي او په پاکستان کې د میشتو پښتنو پر ستونزو، ترهګرۍ، ورکو شویو خلکو او د پاکستان د پوځ او امنیتي ادارو پر چلند خبرې وکړي.
د پښتونخوا ایالتي حکومت او سیاسي ګوندونو او مشرانو، چې په دې جرګه کې د ګډون بلنه ور کړل شوې، تر اوسه پرې دې پېښه غبرګون نه دی ښودلی.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي