د بښنې نړۍوال سازمان: د کوهستاني او ارین نیونه د بیان د ازادۍ د ځپلو په معنا ده

په سویلي اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان دفتر د سیاسي چارو کارپوه جاوید کوهستاني او د خوشحال راډیو د خبریال حکمت ارین د نیول کېدو په غبرګون ویلي، چې د طالبانو له خوا دغه نیونه د بیان د ازادۍ د ځپلو په معنا ده.