د افغانستان د ووشو لوبغاړو په ایران کې د سولې او دوستۍ نړۍوال جام اتلولي وګټله

د افغانستان د ووشو لوبغاړو چې د ایران په زاهدان کې د سولې او دوستۍ د جام په دویمه نړۍواله سیالۍ کې ګډون کړی و، د څلورو سرو زرو، دوه د سپینو زرو او دوه نور د برونزو مډالونو په ګټلو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.