• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه له دوه نیم سوه څخه ډېرې کورنۍ راستنې کړای شوې دي

۱۹ تله ۱۴۰۳ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۶:۳۳ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د یادې ډلې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له قوله پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ ۲۶۰ افغانې کورنۍ له ایران او پاکستانه راستنې کړل شوې دي.

دغه اژانس لیکلي، چې پرون ۳۳ کورنۍ د تورخم، ۲۵ کورنۍ د سپین بولدک، ۱۱۸ کورنۍ د هرات د اسلام کلا او ۸۴ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.
طالبانو د له تازه راستنو شویو یو شمېر اړمنو کورنیو سره مرستې کړې او یو شمېر یې خپلو اصلي سیمو ته استولې دي.
د یوه کال په تېرېدو سره لا هم طالبان او د کډوالو نړۍوالې ادارې د پاکستان او ایران له لوري په زور د افغان کډوالو اېستلو ستونزې په حل کېدو نه دې توانېدلي او هره ورځ دغه هېوادونه په زوره افغان کډول له خپلو هېوادونو څخه باسي.
بل خوا د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تېره ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیرې ویرونیکا د کډوالو ستونزو ته د رسېدو په موخه د طالبانو د کډوالو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدلي دي.
دغه وزارت ویلي، چې په دې کتنه کې په پاکستان او ایران کې د مېشتو افغان کډوالو په ستونزو، د جرمني او نورو اروپایي هېوادونو له لوري د کډوالو د جبري اېستلو یا نورو هېوادونو ته یې د لېږدولو، د کورنيو بې‌ځایه شويو د دایمې مېشتېدنې او هغوی ته د مرستو جلبولو په اړه خبرې وشوې.

ډېر لیدل شوي

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ
۱

د پاکستان او طالبانو ترمنځ هوايي بریدونو او نښتو اړیکې له کړکېچ سره مخ کړ

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

شهباز شریف ملګرو ملتونو کې: ټي‌ټي‌پي او بلوڅ وسله‌وال له افغانستان څخه پاکستان ګواښي

۴

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی

۵

مقاومت جبهه وايي زموږ او «ازادۍ جبهې» مبارزه «مشروع» او کامیابېدونکې ده