• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏طالبان: تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۱۶ کورنۍ راستنې شوې

۲۰ تله ۱۴۰۳ - ۱۱ اکتوبر ۲۰۲۴، ۰۹:۲۸ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۲۱۶ کډوالې کورنۍ خپل هېواد ته راستنې شوې دي.

دغه اژانس په اېکس پاڼه خبر ورکړی، چې له دغو ۲۱۶ کورنیو له ډلې ۳۶ یې د تورخم له لارې، ۲۰ یې د کندهار د سپین بولدک له لارې، ۶۴ یې د نيمروز د ورېښمو پله له لارې او ۹۶ یې د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.
د دغه راپور له مخې، ۲۲ کورنۍ خپلو سيمو ته لېږدول شوې او پر سلګونو کورنيو بیا مرستې وېشل شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د افغان کډوالو سره ناسم چلن او د هغوی په کار او ورځنیو فعالیتونو محدودیتونه دغه کډوال د ایران پرېښودو ته اړ اېستي، چې په پراخه کچه هره ورځ افغانستان ته ستنېږي.
له بل پلوه ایران ویلي، په یوه کال کې به ۲ مېلیونه افغانان بېرته افغانستان ته واستوي.
تر دې وړاندې ګڼو طالب چارواکو له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایرانه غوښتي چې، له کډوالو سره په چلند کې له زغمه کار واخلي او له غیر ډیپلوماټیک چلند څخه دې ډډه وکړي.
دغو چارواکو ویلي، هغه افغان کډوال چې هلته له کلونو راهیسې مېشت دي؛ پرې دې ښودل شي چې په خپله خوښه خپل هېواد ته راستانه شي.

بل خوا پاکستانۍ رسنیو هم په خپلو وروستیو راپورونو کې ویلي، چې د سپټمبر له ۹مې نېټې څخه د اکټوبر تر ۷مې نیټې یې له دغه هېواده ۲۶۶۲۲ تنه افغان کډوال افغانستان ته استولي او دا لړۍ لا هم دوام لري.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي