• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

منظور پښتین: که عاصم منیر په اټوم بم هم زمونږ وجود ټوټې ټوټې کړي مونږ ورته نه ټېټېږو

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۸:۴۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پښتنو قومي جرګه کې په وینا کې ویلي: «که د عاصم منیر په لاس کې اټوم بم وي او زمونږ وجود پرې ټوټې ټوټې هم کړي مونږ ورته نه ټېټېږو.» منظور پښتین وایي، چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر که زر ځلې هم یو ځای شي بیا هم د غلامۍ خبرې کوي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې، چې وړاندې یې په دې جرګه کې وویل چې په تېرو څو کالونو کې ۶ زره او ۷۰۰ پښتانه د پاکستان پوځ له خوا نادرکه شوي دي.

د عاصم منیر په مشرۍ د پاکستان پوځ له څو ورځو راهیسې هڅه کوله، ترڅو د پښتنو د قومي جرګې د جوړېدو مخه ونیسي، خو دغه هڅه یې ناکامه شوه.

یوې سرچینې بیا نن افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې د جرګې په هره خیمه کې یو مهم بحث له قبایلي سیمو څخه د پاکستان د پوځ وتل و.
د پښتنو مشرانو په دې غونډې کې په ټینګار سره ویلي، چې پښتانه د ترهګرۍ قرباني دي او د قومونو او قبایلو امنیت باید دوی ته وسپارل شي.
منظور همداراز وایي، چې که څه هم پښتانه له هېچا سره په جګړه کې ښکیل نه دي، خو پوځ له طالبانو سره د جګړې په نامه او طالبان له پوځ سره د مقابلې په نامه جګړه کوي.
د نوموړي په خبره، پي ټي اېم په ټوله پښتونخوا کې امن غواړي او وایي، چې د پاکستان پوځ او طالبان دې په دوو میاشتو کې له پښتونخوا څخه ووځي.

ترویج لرونکی

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل
۱

جاپان د افغان محصلینو لپاره تحصیلي بورسونه اعلان کړل

۲
ځانګړی

د هبت‌الله سلاکار او د کندهار دارالافتاء غړی جان محمد مدني د رشوت اخېستلو په تور نیول شوی

۳

د پېښور سترې محکمې افغانستان ته د شړل شوې پاکستانۍ مېرمنې د بېرته ستنولو غوښتنه کړې

۴

په بن کې د طالبانو تر واک لاندې افغان کونسلګرۍ د کار زده کړې پروګرام اعلان کړی

۵

سرچینې: موبي‌ګروپ نن له ۶ ساعتونو راهیسې د طالبانو د استخباراتو له لوري محاصره وو

•
•
•

نور کیسې

د سوډان په پلازمېنه کې پر یو بازار د هوايي برید په ترڅ کې ۲۳ کسان وژل شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۶ GMT+۱

د سوډان په پلازمینه خرطوم کې سیمه ییزې نادولتي ډلې وايي، چې د شنبې په ورځ د دغه ښار په سویل کې پر یو بازار د هوايي برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۳ ملکیان وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. تر اوسه کومې ډلې د خرطوم پر مرکزي بازار د هوايي برید او چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

سوډاني رسنیو ویلي، چې ټپیان د بشایر، الرازي او الراقي روغتونونو ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي. د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.

د سیمه ییزو رسنیو په وینا، د سوډان امنیتي ځواکونو د تلې میاشتې په پنځمه نېټه د خرطوم په ښار کې د چټک ملاتړي ځواکونو (RSF) وسله والو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. په وروستیو میاشتو کې د سودان پوځ د دغه ښار د بېرته نیولو لپاره خپلې پوځي هڅې زیاتې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر د وروستیو ارزونو له مخې، د ۲۰۲۳ کال د اپریل له ۱۵ راهیسې سوډان د غوڅ ملاتړ ځواکونو او پوځ تر منځ په شخړو کې ښکېل دی، چې تر اوسه یې شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

دغه دفتر همداراز خبر ورکړی دی، چې د دغو شخړو په پایله کې په سلګونو کسان ژوبل شوي او په زرګونو سوډانیان بې کوره شوي دي.

تر دې مخکې، د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس د وږي په ۱۸ مه نېټه ویلي و، چې د ۲۰۲۳ کال د اپریل له میاشتې راهیسې په سوډان کې د جګړو له امله شاوخوا ۲۰ زره کسان وژل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دغه کسان د دغه هېواد د پوځ او ملیشو ترمنځ د جګړې قربانیان وو.

په سوډان کې د امنیتي ځواکونو او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو ترمنځ نښتې دوام لري.

په ایران کې ۴۸ کسان د نقلي الکولو د څښلو له امله مړه شوي دي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۷ GMT+۱

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په زنجان کې د یو کس او په ګیلان کې د ۶ نورو کسانو له مړه کېدو سره په ایران کې د نقلي الکولو له کبله د مړو شويو شمېر ۴۸ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې، دغه کسان د تېرو ۲ اونیو په ترڅ کې په مازندران، همدان، ګیلان او زنجان کې مړه شوي دي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد طبي چارواکو په لومړیو کې په مازندران ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله ۲۱ مړینې، په همدان کې ۱۱ او په ګیلان کې ۱۵ مړینې ثبت کړې دي.

د زنجان ولایت د روغتون د بیړنیو حالاتو د څانګې مشر درویش تقیلو ویلي، چې په دغه ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله پنځه تنه نور مسموم شوي دي.

ښاغلي تقيلو په دغه ولایت کې د نقلي شرابو د څښلو له امله د ناروغانو د شمېر د زیاتېدو د احتمال په اړه خبرداری ورکړ.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې؛ په ګیلان، مازندران او همدان ولایتونو کې د نقلي شرابو پلورونکي نیول شوي او د قتل له تورونو سره مخامخ دي.

تر دې مخکې اعتماد ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې په څلورو ولایتونو کې د میتانول په نوم الکولي مشروباتو ۳۴۳ کسان مسموم کړي دي.

افغان ابداليانو د درې اړخيزه لوبلړۍ په دويمه سیالۍ کې هنکانګ ته په ۷ ويکټو ماتې ورکړه

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د افغان ابداليانو او هنکانګ کرېکت الف لوبډلو ترمنځ د درې اړخيزه شل اوره لوبو لړۍ په دويمه سيالۍ کې افغان لوبډلې د ۷ ويکټو په توپير هانکانګ لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان ابدالیان الف لوبډله سبا د کوربه هیواد عمان د کرېکټ لوبډلې سره سيالي کوي.

د افغان ابداليانو او هنکانګ کريکټ لوبډلې ترمنځ د سيالۍ پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړي يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.

هانکانګ کرېکټ لوبډلې په شل اوره کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۱۲ منډې هدف وټاکه.

د افغان لوبغاړي په توپ اچونه کې کريم جنت ۳ او فريدون داودزي ۲ او نورو یو یو لوبغاړي وسوځول.

افغان الف کرېکټ لوبډلې په ۱۳.۵ ام اور کې د خپلو ۳ لوبغاړو په سوځېدو دغه هدف پوره کړ.

د افغان ابداليانو الف لوبډلې په توپوهنه کې کريم جنت ۴۷ ناسوځيدلي او اکبري ۳۷ منډې جوړي کړې.

کريم جنت د لوبې غوره لوبغاړي ونومول شو.

د افغانستان، عمان او هنکانګ الف کریکټ لوبډلو ترمنځ دغه درې اړخيزه لوبلړۍ د عمان په کوربتوب پیل شوي.

په لومړۍ سيالۍ کې لومړۍ لوبه د هنکانګ کرېکټ الف لوبډلې د دوو ویکېټو په توپير له عمان الف لوبډلې څخه وګټله.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي: په سیمه کې د پراخې جګړې احتمال شته

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزير عباس عراقچی دعراق د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډ خبری کانفرنس کې وویل: «مونږ دسولې او اوربند په لټه کې یو او جنګ او سولې ته چمتو یو.» هغه زیاته کړه: «په سیمه کې د تاو تریخوالي د زیاتوالي او په لویه کچه د جګړې احتمال شته.»

د بې پولې ډاکټرانو په وینا، تېره ورځ لږ تر لږه ۲۰ تنه فلسطینیان یوازې په جبالیه پنډغالي کې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
له بل پلوه د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون ویلي، چې په غزه او لبنان کې د کارېدونکو وسلو د صادراتو بندول د جګړې د پای ته رسولو یواځینۍ لار ده.

بل پلو، درې ورځي وړاندي د اسراييل دفاع وزير د ايران د توغندیزو بريدونو په برخه کې د اسراییل د احتمالي غبرګون په اړه وويل، چې د ايران توغنديز بريدونه مرګوني وو؛ خو د کره ‌والي د نشتوالي له امله ناکام شول.

خو تازه ایران د اسراییل د دفاع وزیر یواف ګالانت د ګواښ په ځواب کې بیا ویلي:« زموږ ګوتې هم پر ماشه دي، که اسراییل پر موږ برید وکړي؛ نو دوښمن به له خاورو سره خاورې شي.»
ایراني چارواکي وايي، چې پر ایران هر ډول اسراییلي برید به له ځوابي برید سره مخامخ شي.
اوس تازه د ایران بهرنیو چارو وزير دغو ناامنيو ته په شارې د پراخي جګړې د پېښېدو احتمالي وړاندوینه کړې ده.

افغانستان د لوږې په نړیوال نوملړ کې دوه درجې نور هم ښکته شوی

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۱۷ GMT+۱

د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نوي نړیوال نوملړ د نوي رپوټ له مخې، افغانستان د ۳۰.۸ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۲۷ هېوادونو په منځ کې ۱۱۶م ځای خپل کړی دی. افغانستان تېر کال په دې لېست کې د ۳۰.۶ نمرو په لرلو سره ۱۱۴م ځای درلود او د سږ کال په ارزونه کې دوه درجې نور هم راښکته شوی دی.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان ۳۰،۴ سلنه وګړي په خوارځواکۍ اخته دي او په دغه هېواد کې ۵،۸ سلنه ماشومان تر پنځه کلنۍ مخکې مري.

د راپور له مخې، په افغانستان کې له پنځو کلونو کم عمره ۴۴،۶ سلنه ماشومان چې عمر یې تر پنځو کلونو کم دی د خپل عمر په پرتله ټیټ قد لري. په دې ارزونه کې ویل شوي چې د ماشومانو لنډ قد د دوی اوږدمهاله خوارځواکي په ګوته کوي.

په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په افغانستان کې ۳،۶ سلنه ماشومان د قد په پرتله کم وزن لري او دا کار د شدیدې خوارځواکۍ له امله دی.

د لوږې نړیوال نوملړ د راپور له مخې، په افغانستان کې ۵.۸ سلنه ماشومان د ناکافي تغذيې او په غیر صحي چاپیریال کې د ژوند کولو له امله تر پنځو کلونو مخکې مري.

دغه راپور د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان او ۳۵ نورو هېوادونو کې د لوږې وضعیت "جدي" بللی.

تېر کال افغانستان د ۳۰،۶ نمرو په لرلو سره په دغه لېست کې ۱۱۴ مقام درلود او سږ کال د ۱۱۶ مقام په ترلاسه کولو سره په دغه هېواد کې د لوږې کچه لوړه شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې بشري ناورین مخ په زیاتېدو دی او د ملګرو ملتونو په وینا دا مهال څه باندې ۲۴ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ۲۰۲۴ کال د لوږې د نړیوال نوملړ په راپور کې په ۵۱ کمزورو هېوادونو، ۳۷ منځني هېوادونو، ۳۶ جدي هېوادونو او ۶ خطرناکو هېوادونو کې د لوږې وضعیت ارزول شوی دی.

د لوږې نړیوال نوملړ په نړۍ کې د لوږې وضعیت د ۱۸.۳ پوائنټونو په ورکولو سره "متوسط" بللی دی. دا نمرې اته کاله وړاندې ۱۸.۸ وې او په دې توګه په نړۍ کې د لوږې کچه له لږ توپیر سره لوړه شوې ده.

د لوږې نړیوالې ادارې نوې شمېرو ته په اشارې سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو د دوامدارې پراختیا اهدافو ته رسېدل ستونزمن کار دی چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په نړۍ کې د لوږې کچه صفر ته راټیټه کړي.

په راپور کې ویل شوي، چې له ۲۰۱۶ کال راهیسې په نړۍ کې د لوږې د کمولو په برخه کې لږ پرمختګ شوی دی.

د دې کال په لست کې بیلاروس په نړۍ کې د لوږې تر ټولو ټیټه کچه لري، چې د پنځو امیتاز څخه کم دی. برونډي او جنوبي سوډان د لوږې د "خطرناکه" کچې په توګه طبقه بندي شوي، د ۲۵ څخه تر ۴۹.۹ پورې نمرې لري.

د لوږې نړیوال نوملړ نړۍ کې د اروپا د غیر دولتي سازمانونو له خوا چمتو شوی او پایلې یې د هر کال په اکتوبر میاشت کې په یو راپور کې خپریږي.