• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د کورنیو تولیداتو لپاره راتلونکې اونۍ د قزاقستان په الماتا کې نندارتون جوړېږي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۵:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، چې ټاکل شوې د افغانستان د کورنیو تولیداتو لپاره راتلونکې اونۍ د قزاقستان په الماتا کې نندارتون جوړ شي. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې نندارتون کې د افغاني توکو ۶۷ غرفې اېښودل کېږي.

طالبانو په خپله خبرپاڼه کې په دې نندارتون کې د افغان ښځو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي.
د خبرپاڼې له مخې، د افغان - قزاق نندارتون به د اکټوبر په ۱۹مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۲مې به دوام وکړي.
د طالبانو د سوداګرۍ وزارت وایي، چې پدې نندارتون کې د افغان ګډونوالو غرفې د صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې د سکتوري خونو او د هېواد د غالیو تولیدونکو او صادرونکو د اتحادیې د استازو په حضور کې د رڼې پچې اچونې له لارې مشخصې شوې دي.
دغه وزارت وایي، چې د افغان - قزاق په دې نندارتون کې د سوداګریز اتصال کانفرانس، سوداګریزې ناستې او د دواړو هېوادو د چارواکو تر مینځ دوه اړخیزه ناستې هم کېږي.
په قزاقستان کې دغه نندارتون په داسې حال کې جوړېږي، چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د تلې په ۱۵مه نېټه په کابل کې د امام ابوحنیفه درېیم ملي او نړۍوال نندارتون هم پرانېستل شو او تېره ورځ پای ته ورسېد.
طالب چارواکي وایي، چې د هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او افغاني توکو ته د بازارموندلو تر ټولو ښه لاره نندارتونونه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر په ځانګړې توګه ښځینه متشبثینې بیا په تېرو درېیو کلونو کې په پرله پسې ډول د ملاتړ د نه لرلو او د خپلو تولیداتو د پلور لپاره د بازار له نشتوالي اندېښنه څرګندوي.

ډېر لیدل شوي

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي
۱

افغانستان ته د ایران صادرات لږ تر لږه ۲۵ سلنه کم شوي

۲

جګپوړی امریکایي ډېپلوماټ: موږ فکر نه کاوه چې ۲۰ کاله به په افغانستان کې پاتې شو

۳
معلومات او ټېکنالوژي

د ایفون ۱۸ماډلونه؛ اپل د پاسپورټ په څېر خپل لومړنی تاوېدنکی ایفون هم معرفي کړ

۴

فرمان یوسفزی رانا ثناالله ته؛ د بل کور ته د ډبرو غورځوونکي باید د ګلونو تمه ونه لري

۵

هرات کې د یوه ځوان وژنه؛‌د طالبانو د امنیت امر وايي هر ږیره‌ور او لونګۍ والا طالب ‌نه‌دی