کله چې دغه ګرځنده ټیلیفون پرانیستل شي، ۷.۶ انچه یا نږدې ۱۹ سانتيمتره پرده ښکاره کېږي چې هم په افقي او هم په عمودي ډول ترې ګټه اخیستل کېدای شي. د ټیلیفون د باندې پر بدنه یوه کوچنۍ پرده هم شته چې د وسیلې د تړلي حالت پر مهال ترې کار اخیستل کېږي.
د اپل په وینا، ډویو د پرانیستل شوي حالت پر مهال تر اوسه د دې شرکت تر ټولو نری جوړ شوی ټیلیفون دی. د ټیلیفون بدنه له تیتانیوم څخه جوړه شوې ده.
دا د اپل لومړنۍ ستره غونډه وه چې د دې شرکت د اجرائیه مشر په توګه د جان ترنوس له ټاکل کېدو وروسته ترسره شوه. ډویو د ۱۳۹۶ کال راهیسې د ایفون په ډیزاین کې تر ټولو ستر بدلون دی. اپل په هغه کال کې د ایفون ۱۰ له معرفي کولو سره د کور تڼۍ چې فزیکي بڼه یې لرله، لرې کړه.
ایفون لا هم د اپل د عوایدو تر ټولو مهمه سرچینه ده. دې شرکت په خپل وروستي مالي کال کې د ایفونونو له پلور څخه شاوخوا ۲۰۹ میلیارده ډالره عاید ترلاسه کړی چې د شرکت د ټول پلور له نیمايي څخه زیات جوړوي.
ډویو د کار او هممهاله څو پروګرامونو د چلولو لپاره
اپل ډویو تر ډېره د ورځنیو او مسلکي کارونو د ترسره کولو لپاره د یوه ټیلیفون په توګه معرفي کړ. د معرفي کولو په مراسمو کې وښودل شول چې کاروونکي کولای شي د څو ګډونوالو لرونکې د زوم ویډیويي غونډه د ټیلیفون پر لویه پرده تعقیب کړي.
د ډویو لویه پرده کاروونکو ته اجازه ورکوي چې په یوه وخت کې څو پروګرامونه پرانیزي او وکاروي. اپل تر دې مخکې هم دا اسانتیا په خپلو ځینو ایپډ ماډلونو کې وړاندې کړې وه.
جان ترنوس په بازار کې د موجودو تاوېدنکو ټیلیفونونو پر ډیزاین نیوکه وکړه او ویې ویل چې د عادي کارونو، لکه د مطالبو لوستلو او ویډیو کتلو لپاره ترې ګټه اخیستل ستونزمن دي. هغه وویل چې اپل هڅه کړې په یوه کوچني او جېبي وسیله کې د ایپډ د کارونې تجربه وړاندې کړي.
ترنوس وویل: «دا یوه په بشپړه توګه نوې وسیله ده، خو په ورته وخت کې اشنا هم ښکاري. اندازه یې نږدې د پاسپورټ په څېر ده، په اسانۍ په لاس کې ځایېږي او په یوه لاس هم کارول کېدای شي».
د «پيپي فورسايټ» شرکت شنونکي، پائولو پسکاتورې، وویل چې اپل د ډویو په وړاندې کولو سره د لوړې بیې ټیلیفونونو په بازار کې د ودې نوې لاره پرانیستې او د ایفون لپاره یې د عوایدو بله سرچینه رامنځته کړې ده. خو د مراسمو تر پای پورې د اپل د ونډو بیه ۱.۸ سلنه راټیټه شوه.
مصنوعي ځیرکتیا او د کاروونکو د معلوماتو ساتنه
د اپل پخواني اجرائیه مشر، ټیم کوک، د مراسمو په پیل کې د یوې ویډیو له لارې صحنه جان ترنوس ته وسپارله. کوک د ویډیو په پای کې ترنوس ته په اشاره وویل: «زه نه، هغه هماغه کس دی چې تاسو یې غواړئ».
ترنوس وویل چې اپل غواړي ایفون د کاروونکو د شخصي مصنوعي ځیرکتیا پر یوه مرکز بدل شي، خو په دې بهیر کې به د هغوی شخصي حریم له ګواښ سره مخ نه شي. هغه پر هغو شرکتونو نیوکه وکړه چې د کاروونکو شخصي معلومات راټولوي او ساتي.
هغه زیاته کړه: «کله چې ستاسو د معلوماتو واک نور ستاسو په لاس کې نه وي، یوازې باور بسنه نه کوي. له همدې امله د اپل مصنوعي ځیرکتیا تر هغه ځایه چې امکان ولري، په خپله وسیله کې چلېږي.
ایفون ۱۸ پرو لا ګران شو
اپل په دې مراسمو کې ایفون ۱۸ پرو او ایفون ۱۸ پرو مکس هم معرفي کړل. دا دواړه ټیلیفونونه د ډویو برعکس، تاوېدنکي نه دي او د ایفون د عادي ماډلونو د لړۍ دوام بلل کېږي.
د ایفون ۱۸ پرو بیه له ۱۱۹۹ ډالرو او د ایفون ۱۸ پرو مکس بیه له ۱۲۹۹ ډالرو پیلېږي. د دواړو ماډلونو بیې د تېر نسل په پرتله ۱۰۰ ډالره لوړې شوې دي.
ایفون ۱۸ پرو د «A20 Pro» له نوي چپ څخه کار اخلي. اپل وايي، دا چپ په خپله د ټیلیفون دننه د پرمختللو مصنوعي ځیرکتیايي ماډلونو چلېدل اسانه او چټکوي.
اپل یوه داسې اسانتیا هم معرفي کړه چې د اصلي عکسونو او هغو انځورونو ترمنځ توپیر کوي چې د مصنوعي ځیرکتیا په وسیله جوړ شوي یا بدل شوي وي. دغه اسانتیا چې د اپل د «مرجع انځور» یا «Apple Reference Image» په نوم یادېږي، د ایفون ۱۸ پرو د کمرې له لارې د اخیستل شویو عکسونو د اصليوالي د تایید لپاره کارول کېږي.
دا اسانتیا به په اروپايي ټولنه او چین کې وړاندې نه شي.
ارزانه ایرپاډ له مزاحمو غږونو د لرې کولو اسانتیا سره
د ایرپاد نوې بڼه به له ۱۲۹ ډالرو پیلېدونکې بیه ولري. د لومړي ځل لپاره د ایرپاډ ارزانه ماډل هم د مزاحمو غږونو د لرې کولو له اسانتیا سره وړاندې کېږي.
یو بل ماډل چې ۱۴۹ ډالره بیه لري، هم بازار ته وړاندې کېږي. په دې ماډل کې بېسیمه چارج او د ایرپاډ له ډنډې څخه د غږ د کچې د بدلولو اسانتیا شته. کاروونکی کولای شي خپله ګوته پورته یا ښکته راکاږي او په دې توګه غږ کم یا زیات کړي.
اپل واچ لړۍ ۱۲ او اپل واچ اولټرا ۴ هم له هغو نورو محصولاتو څخه وو چې په دې مراسمو کې معرفي شول. په دغو دواړو ساعتونو کې اصلي بدلونونه پر روغتیايي او ورزشي اسانتیاوو متمرکز دي.
اپل د دغو ساعتونو د حسکوونکو په ډیزاین کې بدلون راوستی، څو د زړه درزا په لنډو وختي واټنونو کې ثبت کړي. دغه معلومات د بدني چمتووالي او له ورزش وروسته د بدن د بېرته ارامېدو او ځواک ترلاسه کولو د چټکتیا د معلومولو لپاره کارول کېږي.
د اپل په وینا، نوي چپونه او حسکوونکي د زړه د درزا اندازه کول لا کره کړي دي. دغه شرکت ادعا کوي چې نوي ساعتونه د نورو ساعتونو په پرتله د زړه درزا په لا ډېره کره توګه ثبتوي.
د اپل د نوي اجراییه مشر لپاره ستره ازموینه
جان ترنوس د اجرائیه مشر تر مقام ته له رسېدو مخکې د اپل د هارډوېیر یا فزیکي وسایلو د برخې مسؤول و. هغه د محصولاتو د معرفي کولو په څو مراسمو او چاپېریالي پروګرامونو کې له ګډون پرته، د عامو خلکو ترمنځ ډېر پېژندل شوی مخ نه و.
اوس د ترنوس له لومړنیو ازموینو څخه یوه دا ده چې مشتریان د دوه زره ډالرو په بیه د یوه تاوېدنکي ټیلیفون پېرلو ته وهڅوي. اپل تر دې مخکې هېڅکله په دومره لوړه بیه ټیلیفون نه و وړاندې کړی.
سامسونګ او هواوې له ۱۳۹۸ کال راهیسې تاوېدنکي ټیلیفونونه پلوري، خو د دغو محصولاتو بازار لا هم محدود دی او ډېری پېرودونکي یې د ټکنالوژۍ جدي مینهوال دي.
سره له دې چې د ډویو بیه لوړه ده، د څېړنیزو شرکتونو په ګډون د «آیډيسي» وړاندوینه کوي چې د اپل د لومړني تاوېدنکي ایفون غوښتنه به د تولید له اندازې زیاته وي.
آیډيسي اټکل کوي چې اپل به د راتلونکي کال تر پایه د تاوېدنکو ټیلیفونونو ۴۰ سلنه بازار په خپل واک کې ولري.