څېړونکو د سپوږمۍ د جنوبي قطب په درېیو سیمو کې د ناسا د معلوماتو پر بنسټ د سپوږمۍ د تودوخې، وړانګو او نورو چاپېریالي شرایطو کمپیوټري ارزونه کړې ده. څېړنې ښودلې چې ځینې میکروبونه په هغو ژورو کندو کې، چې تل په سیوري کې وي، د څو اوونیو تر څو میاشتو پورې د ژوندي پاتې کېدو وړتیا لري.
په دې څېړنه کې د فنګسونو دوه او د باکتریاوو درې ډولونه ازمویل شوي دي. اسپرژیلوس نایجر چې د تور کپک په نوم هم پېژندل کېږي، تر ټولو مقاوم فنګس بلل شوی دی. دا فنګس په تودو او لندو چاپېریالونو کې عام دی او مخکې د نړیوال فضايي تمځي دننه هم موندل شوی دی.
د څېړنې مخکښ لیکوال او د ناسا د ګاډارډ فضايي مرکز سیاروي ساینسپوه پرابل سکسېنا ویلي، اسپرژیلوس د سپوږمۍ د قطبي سیمو له شرایطو سره د عیارېدو تر ټولو لوړه وړتیا ښودلې، په داسې حال کې چې فوزاریوم هم د پام وړ مقاومت لري، خو د اسپرژیلوس په اندازه نه دی.
څېړونکو ډاینوکوکس رادیودورانس، سټافیلوکوکس اوریوس او باسیلوس سوبټیلیس درې ډوله باکتریاوې هم ارزولې دي. د څېړونکو په وینا، دغو باکتریاوو د ماورای بنفش وړانګو پر وړاندې د فنګسونو په پرتله لږ مقاومت ښودلی او د ژوندي پاتې کېدو وړتیا یې هم کمه وه.
د سپوږمۍ د ورځې تودوخه چې شاوخوا ۱۲۷ درجې سانتيګراد ته رسېږي، ماورای بنفش وړانګې، د انرژۍ لوړې ذرې او د سپوږمۍ پر سطحه موجوده تشه د دغو میکروبونو د ژوندي پاتې کېدو مهم خنډونه دي. سره له دې، څېړونکو داسې سیمې هم موندلې چې شرایط یې د ځینو میکروبونو لپاره تر نورو مناسب دي.
د ناسا د ګاډارډ فضايي مرکز څېړونکې او د دې مطالعې شریکې لیکوالې هېدر ګراهام ویلي، څېړنه یوازې د میکروبونو د حجرو د ژوندي پاتې کېدو وړتیا ارزوي او دا نه ښيي چې هغوی پر سپوږمۍ وده یا تکثیر کولی شي.
د هغې په وینا، که ځینې حجرې د سپوږمۍ د خاورې لاندې ښخې شي، ښايي له سختو وړانګو څخه خوندي پاتې شي. نوموړې زیاته کړې چې په ځینو سیمو کې د مایع اوبو د رامنځته کېدو احتمالي شرایط هم ښايي د دغو موجوداتو د ودې لپاره زمینه برابره کړي.
د څېړونکو اندېښنه یوازې د میکروبونو تر ژوندي پاتې کېدو محدوده نه ده. دوی وايي، انسانان ښايي د فضايي جامو، وسایلو او ماشینونو له لارې په ناپامۍ سره ځمکني میکروبونه سپوږمۍ ته انتقال کړي او دا کار د سپوږمۍ د چاپېریال او کیمیاوي جوړښت په اړه د راتلونکو څېړنو پایلې اغېزمنولی شي.
ګراهام ویلي، که ځمکني میکروبونه د سپوږمۍ پر سطحه پاتې شي، ښايي د اوبو، عضوي مالیکولونو او د سپوږمۍ د سطحې د خاورې د کیمیاوي جوړښت په اړه د راتلونکو څېړنو په پایلو کې د ځمکې او سپوږمۍ طبیعي نښې سره ګډې کړي.
د څېړونکو په وینا، د سپوږمۍ د ککړتیا مخنیوی ښايي په بشپړه توګه ممکن نه وي، خو د فضايي ماموریتونو پر مهال باید په دقیقه توګه ثبت شي چې کوم میکروبونه او نور ځمکني مواد سپوږمۍ ته انتقالېږي، څو ساینسپوهان وروسته د سپوږمۍ طبیعي نښې له ځمکنیو ککړتیاوو جلا کړای شي.
دا موندنې په داسې حال کې خپرېږي چې امریکا او چین سپوږمۍ ته د فضانوردانو د بېرته لېږلو او هلته د اوږدمهاله اډو د جوړولو لپاره پلانونه تعقیبوي. ناسا هم د «ارتمیس» پروګرام له لارې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته څېرمه د فضانوردانو د ښکته کولو پلان لري.
ګراهام ویلي، انسانان په طبیعي ډول له بېلابېلو میکروبونو سره مل دي او له همدې امله فضايي سفرونو ته د دغو موجوداتو د انتقال مخنیوی ښايي اسانه نه وي. د هغې په وینا، مهمه ده چې ساینسپوهان پوه شي چې انسانان سپوږمۍ ته څه شی وړي، څو د راتلونکو څېړنو پر مهال د ځمکې او سپوږمۍ ترمنځ د سرچینو توپیر په سمه توګه معلوم کړای شي.