د سویډن یوه ښوونځي کې د تورې برید؛ یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي

د سویډن پولیسو ویلي، د دغه هېواد د فاګرستا ښار په یوې لېسه کې د یوه ۱۸ کلن ځوان لهخوا پر زدهکوونکو د تورې په وسیله برید شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

د سویډن پولیسو ویلي، د دغه هېواد د فاګرستا ښار په یوې لېسه کې د یوه ۱۸ کلن ځوان لهخوا پر زدهکوونکو د تورې په وسیله برید شوی، چې له امله یې یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ماسپښین (د زمري ۳۰مه) د فاګرستا ښار په برینل لېسه کې رامنځته شوې ده. په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۵۰ زدهکوونکي دي، چې د ۱۶ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري. ښوونځی د اوړي له رخصتیو وروسته تازه بیا پیل شوی وو او د یو شمېر زدهکوونکو لپاره دا د نوي ښوونیز کال لومړۍ ورځ وه.
ځايي پولیسو ویلي، چې د پېښې ځای ته تر رسېدو وروسته یې بریدګر نیولی دی. د سویډن دولتي ټلویزیون «اېسوېټي» راپور ورکړی، چې بریدګر له خولۍ او تورې سره ښوونځي ته ننوتلی وو. نوموړی پخوا د همدې لېسې زدهکوونکی وو او د وهلو ټکولو له امله د محکومیت سابقه هم لري.
ځايي روغتیايي چارواکو ویلي، چې د برید له درېیو ټپیانو څخه دوه یې تنکي ځوانان دي، چې سخت ټپیان شوي او درېیم ټپي کس تر درملنې وروسته له روغتونه رخصت شوی دی.
له پېښې وروسته، په فاګرستا ښار کې یو شمېر نور ښوونځي او عامه ودانۍ هم د لنډې مودې لپاره تړل شوې دي. فاګرستا شاوخوا ۱۳ زره وګړي لري.
د سویډني چارواکو غبرګون
د سویډن لومړي وزیر اولف کریسترسون د پېښې له قربانیانو او ټپیانو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او د شنبې ورځې خپله وینا یې لغوه کړې ده.
د سویډن پاچا کارل شپاړسم ګوستاو هم په یوې اعلامیه کې د دغه برید په تړاو ژوره خواشیني او خپګان څرګند کړی دی.
د سوسیال ډیموکراټ ګوند مشرې مګدالینا اندرسون هم د فاګرستا له خلکو سره د ټول هېواد پر یووالي او پیوستون ټینګار کړی دی.
پولیس د بریدګر د ټولنیزو رسنیو حساب څېړي
د سویډن «افتونبلادت» ورځپاڼې د راپور له مخې، پولیس د بریدګر د ټېکټاک پر یوه حساب هم پلټنه کوي. په دغه حساب کې د برید له پېښې شاوخوا ۲۰ دقیقې مخکې د یوې تورې انځور خپور شوی وو.
د «داګنز نیهتر» ورځپاڼې د راپور له مخې، د انځور د شالید له جزییاتو داسې ښکاري چې دغه انځور ښايي د همدې ښوونځي په تشناب کې اخیستل شوی وي.
د یاد ټېکټاک حساب تر تړل کېدو مخکې داسې ویډیوګانې هم پهکې خپرې شوې وې، چې په سویډن کې د دوو پخوانیو خونړیو بریدونو او همدارنګه د ناروې د ښي اړخي افراطي او ډلهییز قاتل اندرس برېویک په اړه پهکې اشاره شوې وه.
پولیسو تر اوسه د برید د اصلي انګېزې په اړه وروستی معلومات نهدي خپاره کړي او د پلټنو له دوامه یې خبر ورکړی دی.