بیلي د اګست پر ۱۷مه په یوه مقاله کې لیکلي چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د وتلو بهیر له «ناوړه پرېکړو او استخباراتي ناکامیو» سره مل و او د کابل په وروستیو اوونیو کې شوې ستراتیژیکې پرېکړې یې د ناورین د کمولو په اړه د امریکا د مشرانو پر ژمنتیا شکمنه کړې وه.
نوموړې لیکلي: «له افغانستان څخه د راتلونکي وتلو په اړه دومره ډاډه وم چې دا به ناورین وي؛ خو یوازې په دې اړه ډاډه نه وم چې ناورین به یې څومره لوی وي.»
بیلي وايي، د ۲۰۲۱ کال له ګډوډ وتلو وروسته ګڼو عادي امریکایانو د افغان متحدانو د ایستلو لپاره په خپله هڅه پیل کړه او د ټولنیزو شبکو له لارې یې له هغو کسانو سره مرسته کوله چې د کابل حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته د رسېدو هڅه یې کوله.
د هغې په وینا، د اګست پر ۲۶مه د داعش ډلې یوه ځانمرګي بریدګر، چې د نوموړې په ادعا د طالبانو له خوا له یوه ایتلافي توقیف مرکز څخه خوشې شوی و، د کابل هوايي ډګر ته څېرمه برید وکړ چې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان یې ووژل.
بیلي وايي، له دې پېښې وروسته د تخلیې عملیاتو بڼه بدله شوه او «بېشمېره امریکایان، افغان متحدان او زیانمن کسان په داسې هېواد کې پاتې شول چې اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې و.»
نوموړې وايي، له هغو امریکایانو سره یې اړیکه ټینګه کړه چې د پاتې افغان متحدانو لپاره یې د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو د برابرولو هڅې کولې. د هغې په وینا، د سلګونو زرو پاتې افغان متحدانو د وضعیت د روښانه کولو هڅو د هغې ژوند هم بدل کړ.
بیلي ادعا کوي چې د طالبانو د غچ اخیستنې د کمپاین په اړه یې ویډیوګانې او انځورونه ترلاسه کړي او په افغانستان کې دننه کسانو ورته د طالبانو د لومړنیو محدودیتونو د اغېزو په اړه مستقیم معلومات ورکړي دي.
هغې ویلي، سلګونو افغانانو خپل مهم اسناد ورسره شریک کړي چې د امریکا د حکومت په درېیو پروګرامونو، د ځانګړو کډوالۍ ویزو، بشري موقتي منلو او د کډوالو د منلو په پروګرام کې د اداري ستونزو څرګندونه یې کوله.
بیلي د طالبانو د واکمنۍ د وضعیت په اړه ادعا کوي چې دې ډلې افغانستان «تیارو ته» کش کړی، له اوو میلیاردو ډالرو ډېر امریکايي پوځي تجهیزات یې په واک کې دي، د امریکا متحدان یې وژلي، د ښځو پر وړاندې یې د جنسیت پر بنسټ یو سخت تبعیضي نظام رامنځته کړی، امریکايي اتباع یې یرغمل کړي او د څو ترهګرو ډلو د پراختیا زمینه یې برابره کړې ده.
نوموړې په عین حال کې د هغو امریکایانو ستاینه کړې چې د سیاسي اختلافاتو له پام پرته یې د افغان متحدانو د ملاتړ لپاره وخت، پیسې او نور امکانات ورکړي دي.
خو بیلي وايي، د امریکا له لوري ډېرو افغانانو ته د هرکلي پر ځای، د تېرو پنځو کلونو ډېره برخه له خنډونو سره تېره شوې ده. د هغې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته لومړني درې نیم کاله د ځانګړو کډوالۍ ویزو او د امریکا د کډوالو د منلو پروګرامونو د دوسیو د ډېر ورو بهیر له امله له سختو ستونزو سره مل وو، او وروستي ۱۸ میاشتې بیا د دې پروګرامونو د تړل کېدو له امله لا سختې شوې دي.
بیلي د افغان نجونو وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو تر واک لاندې یې د زدهکړو او نورو حقونو ته لاسرسی له منځه تللی، خو هغوی لا هم د خپل راتلونکي لپاره د هیلې د ساتلو لارې پیدا کوي.
هغې لیکلي: «زما تر ټولو ژور درناوی هغو افغان نجونو ته دی چې د خپلو حقونو او زدهکړو د له منځه تلو شاهدې دي، خو بیا هم د داسې راتلونکي لپاره د هیلې د رامنځته کولو لاره پیدا کوي چې اوس مهال یوازې د دوی په خوبونو کې شته.»
بیلي وايي، د افغانستان د وتلو پنځمه کلیزه باید یوازې د تېر ناورین د یادولو لپاره نه وي، بلکې د هغو افغانانو د برخلیک د حل لپاره باید د عملي اقدام لامل شي چې لا هم له خطر سره مخ دي.
هغې په پای کې هیله څرګنده کړې چې د افغانستان د وتلو د پنځمې کلیزې یادونه به د ۲۰۲۱ کال د اګست د خلکو همدردي بېرته راژوندۍ کړي او د امریکا کانګرس او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره به وهڅوي چې «هغه کار بشپړ کړي چې پنځه کاله وړاندې په ډېر بد ډول نیمګړی پاتې شو.»