ولې له ځان سره خبرې کوو؟

ایا کله مو له ځان سره خبرې کړې دي؟ ارواپوهنیزې څېړنې ښيي چې دا عادت تل د یوازیتوب یا غیرعادي چلند نښه نه ده، بلکې له ځان سره هدفمندې خبرې د دماغ د فکرونو په تنظیم، تمرکز، هڅونې او د ستونزو د حل په بهیر کې مرسته کولی شي.

ایا کله مو له ځان سره خبرې کړې دي؟ ارواپوهنیزې څېړنې ښيي چې دا عادت تل د یوازیتوب یا غیرعادي چلند نښه نه ده، بلکې له ځان سره هدفمندې خبرې د دماغ د فکرونو په تنظیم، تمرکز، هڅونې او د ستونزو د حل په بهیر کې مرسته کولی شي.
له ځان سره خبرې کول د انسان د ذهني فعالیت یوه عادي برخه ده. موږ ډېر وخت له ځان سره په خاموشه یا په لوړ غږ خبرې کوو، د کار مرحلې تکراروو، ځان هڅوو، خپلې تېروتنې ارزوو او د راتلونکو پرېکړو لپاره خپل فکرونه منظم کوو. څېړنې ښيي چې که دا خبرې هدفمندې، واقعي او مثبتې وي، د تمرکز، ځانتنظیم، هڅونې او د دندو د ترسره کولو په برخه کې مرسته کولی شي.
په ۲۰۱۲ کال کې یوې څېړنې ښودلې چې له ځانسره خبرې د زده کړې او پاملرنې په بهیر کې د مرستندویې وسیلې په توګه کارېدلی شي. د یوه ستونزمن کار پر مهال انسان کولی شي د کار مرحلې له ځان سره تکرار کړي او خپل پام له ګډوډوونکو عواملو څخه بېرته اصلي هدف ته راوګرځوي. له همدې امله، کله ناکله په لوړ غږ ویل: «لومړی دا کار کوم، بیا دویم ګام اخلم» یوازې خبرې نه دي، بلکې د ذهن د تنظیم یوه عملي لاره هم کېدای شي.
ارواپوهان ځان سره خبرې د Self-talk په نوم یادوي او د دې خبرو محتوا، هدف او حالت یې مهم ګڼي. مثبتې او انګېزونکي جملې، لکه «زه یې په تدریج ترسره کولی شم» یا «لومړی ګام اخلم»، انسان د ستونزې پر ځای د حللارې پر لور متوجه کولی شي. برعکس، پرله پسې منفي ځان ملامتول، لکه «زه هېڅکله بریالی کېدای نه شم»، کولی شي منفي فکرونه لا پیاوړي کړي.
له ځان سره خبرې یوازې د لویانو ځانګړنه هم نه ده. ماشومان د لوبو، زده کړې او ستونزمنو کارونو پر مهال له ځان سره خبرې کوي او د ارواپوهنې له نظره دا بهیر د فکر، زده کړې او ځان تنظیم له ودې سره تړاو لري. ماشوم چې د یوه کار مرحلې په لوړ غږ بیانوي، په حقیقت کې د خپل چلند د لارښوونې لپاره له ژبې څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.
د ځان سره خبرو اغېز په ټولو شرایطو کې یو شان نه وي. د ۲۰۲۳ کال یوې علمي بیاکتنې د ځان سره خبرو بېلابېل ډولونه څېړلي او څرګندوي چې اغېز یې د خبرو له ډول، هدف او وضعیت سره تړاو لري. یعنې یوازې له ځان سره خبرې کول په خپله د بریا ضمانت نه دی؛ هغه خبرې چې مشخصې، واقعي او د یوه روښانه هدف لپاره وي، تر ډېره ګټورې تمامېدای شي.
د بېلګې په توګه، د مهمې وینا، ازموینې یا ستونزمن کار پر مهال د «زه دا کار نه شم کولی» پر ځای «زه به لومړی مهمه برخه بشپړه کړم» ویل، ذهن له عمومي وېرې څخه یوې مشخصې دندې ته اړوي. همداراز، جملې لکه «اوس پر دې کار تمرکز کوم»، «که ستونزه پیدا شي، بله لاره به ولټوم» او «زه اړتیا لرم یوازې یو ګام واخلم» د ځان تنظیم لپاره ساده عملي تګلارې کېدای شي.
له فرهنګي او تاریخي پلوه هم انسان له خپل ځان سره د خبرو، تفکر او ځان ارزونې اوږد دود لري. په ادبي، فلسفي او عرفاني اثارو کې له خپل ځان سره خبرې، د ځان پېژندنه او د خپلو کړنو محاسبه د انسان د فکري ودې له وسیلو څخه ګڼل شوې دي. په معاصرې ارواپوهنه کې هم د دې بهیر یوه برخه د انسان د فکرونو د تنظیم او د چلند د لارښوونې له زاویې څېړل کېږي.
خو د عادي ځان سره خبرو او نورو ذهني تجربو ترمنځ مهم توپیر شته. که یو څوک خپل فکرونه په خپل غږ یا خاموشه توګه بیانوي، دا په خپله د غیرعادي حالت نښه نه ده. خو که یو کس داسې غږونه واوري چې د خپل فکر برخه یې ونه ګڼي، یا دغه تجربه ورسره د پام وړ ویره، کړاو او د ورځني ژوند ګډوډي رامنځته کړي، نو دا له عادي ځان سره خبرو سره توپیر لري او مسلکي ارزونې ته اړتیا لري.
په ټوله کې، له ځان سره خبرې کول یوازې د یوازیتوب یا عادت موضوع نه ده؛ دا د انسان د فکر د تنظیم یوه طبیعي وسیله هم کېدای شي. که خبرې مو لنډې، مشخصې، واقعي او د هدف مطابق وي، کولی شي د تمرکز، هڅونې او ځان تنظیم په برخه کې مرسته وکړي. نو بل ځل چې د یوه ستونزمن کار پر مهال له ځان سره خبرې کوئ، هڅه وکړئ د ستونزې پر ځای د راتلونکي ګام په اړه فکر وکړئ: «لومړی ګام څه دی؟» کله ناکله د همدې ساده پوښتنې ځواب د ذهن ګډوډي په عملي پلان بدلوي.