څېړنه: د انټرنېټ ډېره کارونه رواني فشار او بدخويي زیاتوي

په جرمني کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې له اندازې زیات د انټرنېټ کارول انسان له بد خویۍ، لوړ او رواني فشار سره مخ کولای شي او همداراز په ورځنيو چارو کې د بې غورۍ لامل هم کېدلای شي.

په جرمني کې یوې نوې څېړنې ښودلې چې له اندازې زیات د انټرنېټ کارول انسان له بد خویۍ، لوړ او رواني فشار سره مخ کولای شي او همداراز په ورځنيو چارو کې د بې غورۍ لامل هم کېدلای شي.
څېړونکي وايي، انټرنېټ ته د ننوتلو ناڅاپي او زوروره لېوالتیا د دې چلند د دوام تر ټولو مهم لامل دی او له انټرنېټ څخه د خوند اخیستل او له رواني فشار څخه د لنډمهالي خلاصون احساس هم د دې عادت په پیاوړي کېدو کې رول لري.
دا نوې څېړنه د جرمني د «دویسبورګ ـ اسن» پوهنتون د څېړونکو له خوا ترسره شوې او د «پلاس ون» په نړیواله علمي مجله کې خپره شوې ده. په دې څېړنه کې په ۲۰۲۵ کال کې ۹۰۰ جرمني لویانو ګډون کړی وو.
دغو کسانو ویلي وو، چې د کال په اوږدو کې یې لږ تر لږه یو ځل له انلاین لوبو، فحش منځپانګو، ټولنیزو شبکو یا انلاین پېرودلو څخه استفاده کړې ده.
له ګډونوالو غوښتل شوي وو، چې د دوو اونیو لپاره هره شپه یوه ارزونه بشپړه کړي. هغوی په دې ارزونه کې خپل مزاج، د فشار کچه، انټرنېټ ته د ننوتلو لېوالتیا او هغه ټوله موده ثبتوله چې په هماغه ورځ یې پر انټرنېټ تېره کړې وه.
په ارزونه کې دا هم کتل شوي چې ګډونوالو له انټرنېټ څخه د کار اخیستلو پر مهال څومره خوند اخیستی او ایا د انټرنېټ د کارولو له امله یې د ژوند نورې ورځنۍ چارې له پامه غورځولې دي که نه.
د څېړنې پایلو ښودلې، هغه کسان چې انټرنېټ یې ډېر کاراوه، د نورو پرتله یې مزاج خراب، رواني فشار زیات، پر انټرنېټ د تېرولو وخت اوږد او د ژوند نورو برخو ته یې پاملرنه کمه وه.
د څېړنې یوه لیکوال اندریاس اولکر ویلي: «تر واقعي فشار یا مزاج ډېر، همدا د انلاین کېدو شېبهنۍ لېوالتیا ده، چې ټاکي خلک به انټرنېټي فعالیتونو ته مخه کړي او د هغه له خوندورو او زیانمنو پایلو سره به مخ شي».
د څېړنې پایلو د څېړونکو هغه اټکل هم تایید کړی چې ورځنی فشار، مزاج او انټرنېټ ته د کارونکي لېوالتیا کولای شي اټکل کړي چې یو کس به په ورځ کې څومره انټرنېټ وکاروي.
د څېړونکو په وینا، دغه عوامل د انټرنېټ له کارولو څخه د ترلاسه کېدونکي خوند، له رواني فشار څخه د خلاصون د احساس او په ورځني ژوند کې د نورو فعالیتونو د له پامه غورځولو پر کچه هم اغېز لري.
څېړونکو ټینګار کړی، چې د انټرنېټ هر ډول کارونه منفي پایلې نهلري، بلکې ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې د انټرنېټ کارونه له اندازې واوړي یا ستونزهمنه بڼه خپله کړي.
د څېړنې یوې بلې لیکوالې سیلکه اممولر ویلي: «باید ټینګار وکړو چې یوازې د انټرنېټ د کارونکو یوه لږه برخه د ناروغیزې کارونې بڼې خپلوي. د انټرنېټ کارول تر هغه وخته د خوښۍ، ساتېرۍ او یا له فشار څخه د خلاصون لامل کېدای شي، څو چې د ژوند نورې مهمې برخې په منظم ډول له پامه ونه غورځول شي».
پخوانیو څېړنو ښودلې، چې پر انټرنېټ روږدي ځوانان ښايي د مغز په کیمیاوي فعالیتونو کې له بدلونونو سره مخ شي؛ هغه بدلونونه چې د لا زیاتو روږدو چلندونو د رامنځته کېدو لامل کېدای شي.
څېړونکو ویلي، چې دغه اغېزې د مغز په بېلابېلو عصبي شبکو کې لیدل شوې دي او د استراحت پر مهال د مغز په ځینو برخو کې د فعالیت زیاتوالی هم پهکې ثبت شوی دی.