• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو کونړ کې یوه ښځه او اووه نور کسان په دورو ووهل

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۲:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۳:۲۰ GMT+۱

طالبانو د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اته کسان په عام محضر کې په دورو ووهل. د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد کسان د لواطت، غلا او له کوره د تېښتې په تور په دورو وهل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان له پنځلسو ورځو تر درې کاله بند او هر یو یې له لسو دورو تر ۳۹ دورو محکوم شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو تېره ورځ په کندهار ولایت کې هم یو کس د غلا په تور په عام محضر کې په دورو وواهه.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره دې ډلې یو ځل بیا په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول پیل کړي او هره ورځ له بېلابېلو ولایتونو د تعزیري سزاوو راپورونه خپروي.
د راپورونو له مخې، طالبانو یوازې په تېرو څه باندې شپږو میاشتو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۲۰۰ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي.
سره له دې، چې د طالبانو دغه ډول سزاګانې له پراخو کورنیو او بهرنیو نیوکو سره هم مخ دي، دغه ډله وایي، چې دوی پر تورنو کسانو شرعي حکمونه پلي کوي.

ډېر لیدل شوي

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي
۱

د ایران په پوله کې افغانستان ته اوښتونکي زرګونه موټر بې برخلیکه ولاړ پاتې دي

۲
د نجونو پر زده کړو طالبي بندیز

د بښنې نړۍوال سازمان پر طالبانو د فشار راوړلو او د نجونو د ښوونځیو پرانیستلو غوښتنه کړې

۳
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۴

پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزو قضیه کې نوی پرمختګ؛ اتو افغان محصلینو ته ویزې ورکړل شوي

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي