• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په تخار کې خبریالانو او رسنوالو ته امر کړې چې د انځورونو له اخیستو ډډه وکړي

۲۲ تله ۱۴۰۳ - ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۴، ۱۷:۵۷ GMT+۱

سیمه ییزې سرچینې وايي، طالب چارواکو ورته امر کړی چې انځورونه او ویډیوګانې دې نه اخلي او ټینګار کوي چې ټلویزیونونه باید په راډیوګانو بدل شي.

طالبان دا ګام د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي قانون د پليتابه په اډانه کې، چې په دې وروستیو کې نافذ شوی، اخلي. د دغه قانون له مخې، د ژوندیو څیزونو عکس او فلم اخستل منع دي.
سرچينې وايي، دغه ناسته د يکشنبې په ورځ (د تلې پر ٢٢مه)، په تخار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ د رييس په دفتر کې د امر بالمعروف او استخباراتي مسوولانو په حضور کې شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه امر په غبرګون کې د ځينو ټلویزیونونو مسوولانو استدلال وکړ، چې دوى اړ دي خپلې خپرونې په ويډیويي بڼه توليد او خپرې کړي، خو طالبانو ټينګار کړى، چې ټلوېزيونونه دې په راډيوګانو بدل کړي او يا دې خپل فعاليتونه بیخي ودروي.

د طالبانو د استخباراتو د رسنیو مسوول برکت الله برکت په دې غونډه کې خبرداری ورکړی، چې که څوک له دغه امر نه سر وغړوي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
نوموړي ویلي، چې د طالبانو د مشر د حکم پلیتابه لپاره به ټولې شونې لارې چارې وکاروي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

د اسلام‌اباد کنفرانس په افغانستان کې د ټولشموله، متوازن او عصري حکومت غوښتنه کړې ده

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

اکانومېسټ: لوېدیځ باید له طالبانو سره د تعامل تګلاره خپله کړي