طالبان: د ساکښو موجوداتو پر تصویرونو بندیز په ټولو ولایتونو کې پلی کیږي

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې ددوی د نوي قانون له مخې په ټولو رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د تصویرونو پر خپرولو بندیز لګوي. د یاد وزارت چارواکي وايي، چې دغه قانون به په تدریجي ډول په ټول هېواد کې پلی شي.